کندهار کې د مرخېړیو د کرکېلي دودولو هڅې

content_admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۲ - ۱۴:۹
کندهار کې د مرخېړیو د کرکېلي دودولو هڅې
۱۲ تله ۱۳۹۹
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د مرخېړیو د کرکېلي دودولو په پار هلې ځلې روانې دي.
په دې ولایت کې د لومړي ځل لپاره په توافقي ډول د مرخېړیو کرکېله ترسره شوې ده، چې پایله یې ډېر ښه او مثبته ده.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، د مرخېړیو ارزښت ته په کتو غواړي، چې په دې ولایت کې د مرخېړیو کرکیله ترویج کړي، چې له یوې خوا د کوکنارو ښه بدیل دی او له بلې خوا د بزګرانو په اقتصادي وده کې هم رغنده رول لري.
د مرخېړیو تولید او پالنه اسانه او په بازار کې یې بیه لوړ ده. کروندګر کولای شي، چې له دې لارې ښه عاید تر لاسه کړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کندهار ترڅنګ په نورو ولایتونو کې هم د مرخېړي د کرکېلي د ترویج په پار هڅې کوي؛ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د مرخېړیو د پالنې لسګونه مرکزونه جوړ شوي دي. ددغو مرکزونو د جوړلو موخه د مېرمنو او بېوزلو کورنیو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.
مرخېړي په کال کې څلور ځله حاصل ورکوي که څه هم په هېواد کې دننه د مرخېړیو د خرڅلاو ټاکلې اندازه معلومه نه ده خو په سیمه ییزو بازارونو کې د یوه کیلو ګرام مرخېړي بیه له ۲۵۰ تر ۳۰۰ افغانیو پورې رسیږي او په بهر کې بیا یو کیلو ګرام مرخیړي تر۱۴۰ ډالره پورې هم خرڅیږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۹:۹
Background image

دکابل سروبي کې ۱۵۸ کورنیو ته د چرګانو د ساتنې بشپړې بستې ووېشل شوې

۲۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان لپاره د کلیو بیا ودانولو ادارې  له لوري، د کابل ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د کابل ولایت په خاکجبار. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۶
Background image

پکتیکا کې ۲۱۵ مستحقو بزګرانو ته کرنیز توکي ووېشل شول

۲۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې، د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک مؤسسې له لوري د «په لویدیځ، سویلي او سوېل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست له ولایتي مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست د ولایتي مسوولینو په ګډون د همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه.
په دې. . .

بازگشت