کندهار کې د لبنیاتو یو شمېر پلورنځیو څخه څارنه شوه 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۴:۳
کندهار کې د لبنیاتو یو شمېر پلورنځیو څخه څارنه شوه 

۱۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
دکندهار مقام له خوا ګمارل شوې کمېټه چې په کې د کندهار کرنې ریاست، د ګمرک ریاست د عامې روغتیا ریاست، صنعت اوسوداګرۍ، امربالمعروف او نهي عن المنکر ریاست، د علماوو شورا ریاست او د کندهار ښاروالۍ ریاست استازي په کې شامل دي ددې ولایت په بېلابېلو ناحیو کې د لبنیاتو پلورنځیو له یوشمېر هټیو څخه څارنه ترسره کړه.
په دغې څارنه کې د لبنیاتو پلورنځيو مسؤولینو ته د نظافت په برخه کي لازمې او اړینې سپارښتنې وشوې او ترڅنګ یې د لبنیاتو پلورنځیو کارکوونکو ته د لبنیاتو راټولولو، پروسس او جلاکولو په برخه کې لازمې لارښوونې هم وشوې.
ددې څارنې او کنټرول موخه خلکو ته د باکیفیته، صحي او غوره لبنیاتو وړاندې کول دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د غزني اسفندې صنعتي پارک لپاره ۱۱۰۰ جریبه ځمکه وسپارل شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت د اسفندې صنعتي پارک سیمه، چې شاوخوا (۱۱۰۰٫۳۳) جریبه ځمکه په بر کې نیسي، د امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د حکم پر بنسټ د صنعتي پارک د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د څړځایونو د پراخېدو او د دښتو د زرغونتیا له امله به روان کال د مالدارۍ حاصلات ډېرشي

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د څړځایونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۶
Background image

پکتیا کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ اړوند توکو مرسته وشوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د اړیکو دفتر  له لوري د دې ولایت په روحاني بابا او زرمت ولسوالیو کې پر ۴۴۹ بڼوالو د. . .

بازگشت