کندهار کې د اوبولګولو دوه لوی کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۱۲:۱۰
کندهار کې د اوبولګولو دوه لوی کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستيال مولوي صدراعظم عثماني کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت د پنجوايي په ولسوالی کې د اوبو لګولو د څلور کيلومتره کانال د بيارغونې او د دغه ولايت په ميوند ولسوالی کې د دوه نيم کيلومترو په اوږدوالي د اوبو لګولو د کانال د کار پرانیسته وکړه.
دغه کانالونه دقندهار ولايت په ميوند او پنجوايي ولسواليو کې دقندهار ولايت دسيمه ئيزو مسوولينو په ګډون د جلاجلا پروګرامونو په ترڅ ککې پرانستل شول .
د میوند په ولسوالۍ کې د «ملاله» کانال د ۳۳۵ هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو په ظرفیت او د ۱۰۵ زره ۹۰۰ امریکایي ډالرو په لګښت په بشپړه توګه ورغول شو او ګټې اخیستنې ته چمتو شو. دا پروژه د اوبو موثریت له ۳۵ سلنې څخه ۵۵ سلنې ته لوړولو لپاره ډیزاین شوې او یوزر او ۷۱۰کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.
دغه راز د پنجوايي ولسوالی د «پنج اب» کانال د بيارغاونې چارې د څلور کيلومترو په اوږدوالي او د ٧ زره ١٦٧ هکتاره کرنيزو ځمکو د خړوبولو په ظرفيت سره پيل شوې. دغه کانال د 852 امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شوی او څه باندې ۹۰۰۰  کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.
د دې پروژو موخه د کندهار ولایت د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت ښه کول دي.

افتتاح  بازسازی و بهره برداری دو کانال بزرگ آبیاری در ولایت کندهار 
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری  وزارت زراعت در جریان سفر به ولایت کندهار بازسازی یک کانال آبیاری به طول چهار کیلومتر در ولسوالی پنجوایی و بهره برداری یک کانال آبیاری  به طول دونیم کیلومتر را در ولسوالی میوند آن ولایت را افتتاح کرد.
این کانال ها طی برنامه های جدا گانه با حضور مسوولان محلی ولایت کندهار در ولسوالی‌های میوند و پنجوایی ولایت کندهار افتتاح و به بهره برداری سپرده شدند.
کانال "مالاله" در ولسوالی میوند با ظرفیت پوشش ۳۳۵ هکتار زمین زراعتی و بودجه‌ای معادل ۱۰۵ هزار ۹۰۰ دالر آمریکایی به‌طور کامل بازسازی و آماده بهره‌برداری شد. این پروژه با هدف افزایش بهره‌وری آب از ۳۵ درصد  به ۵۵ درصد  طراحی شده و از مزیت آن  ۱ هزار ۷۱۰ خانواده مستفید خواهد شد.
همچنین، کار بازسازی کانال "پنج آب" در ولسوالی پنجوایی با طول ۴ کیلومتر و ظرفیت آبیاری ۷ هزار ۱۶۷ هکتار زمین زراعتی آغاز شد. این کانال با بودجه ۸۵۲ هزار دالر آمریکایی  آغاز شده است که با بهره‌برداری آن  بیش از ۹هزار  خانواده از آن بهره‌مند خواهند شد.
هدف این پروژه‌ها افزایش تولیدات زراعتی و بهبود وضعیت اقتصادی دهقانان ولایت کندهار است.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت