کندهار کې د اهلي څارویو سرشمېرنه په بریالیتوب ترسره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۵:۴۳

۱ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې د اهلي څارویو سرشمېرنه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ او د مالدارۍ آمریت تر څارنې لاندې په بریالیتوب ترسره شوې ده.
یاده سرشمېرنه د درې میاشتو په موده کې د مسلکي او روزل شوو ټیمونو لخوا د کندهار ښار په ۱۵ ناحیو او د دې ولایت په ۱۹ ولسوالیو کې کور په کور ترسره شوه. په دې پروسه کې د غواګانو، اوښانو، پسو، وزو، وزګړو او نورو اهلي څارویو دقیق شمېر ثبت شوی دی.
د چارواکو په وینا، د سرشمیرنې موخه د څارویو کره شمېر معلومول، د اړینو خدمتونو وړاندې کول، د ناروغیو او اقلیم په وړاندې د مخنیوي تدابیر نیول، د حیواني محصولاتو مدیریت او زیاتوالی، او د څارویو ثبت او راجستر له لارې د مالدارۍ سکتور ته وده ورکول دي. 
افغانستان کې د څارویو وروستۍ سرشمېرنه ۲۱ کاله وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او » په مرسته ترسره شوې وه، خو د اوږدې وقفې وروسته، دا ځل بیا د کندهار په کچه په بریالیتوب سره بشپړه شوه او په نورو ولایتونو کې روانه ده.


سرشماری مواشی در کندهار با موفقیت انجام شد
۱ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
به اساس معلومات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار، سرشماری مواشی در این ولایت با حمایت مالی سازمان خوراکه و زراعت ملل متحد و تحت نظارت آمریت مالداری این ریاست با موفقیت به انجام رسید.
این سرشماری در مدت سه ماه توسط تیم‌های مسلکی و آموزش‌دیده، به‌گونه خانه‌به‌خانه در ۱۵ ناحیه شهر کندهار و ۱۹ ولسوالی این ولایت تطبیق شد. در این روند، آمار دقیق گاو، شتر، گوسفند، بز، بره و سایر مواشی ثبت گردید.
مسئولین می‌گویند هدف از این سرشماری، تثبیت دقیق شمار مواشی، ارائه خدمات لازم، اتخاذ تدابیر پیشگیرانه در برابر بیماری‌ها و تغییرات اقلیمی، مدیریت و افزایش محصولات حیوانی و نیز رشد سکتور مالداری از طریق ثبت و راجستر مواشی می‌باشد.
آخرین بار در افغانستان ۲۱ سال پیش سرشماری مواشی با همکاری سازمان خوراکه و زراعت ملل متحد انجام شده بود، اما پس از وقفه طولانی، این بار روند مذکور در کندهار با موفقیت تکمیل گردید و در سایر ولایت‌ها نیز جریان دارد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت