کندهار کې د انارو حاصل مدیریت او د بزګرانو او سوداګرو ترمنځ د اړیکو پراختیا دوه ورځنۍ ورکشاپ ترسره شو  

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۵:۱۶
کندهار کې د انارو حاصل مدیریت او د بزګرانو او سوداګرو ترمنځ د اړیکو پراختیا دوه ورځنۍ ورکشاپ ترسره شو  

۱۲ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۳۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو، او مالدارۍ ریاست په مشرۍ او د (یو.ان.ډی.پي) مالي ملاتړ سره، د سولې بنسټ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ دوه ورځنی ورکشاپ دایر شو، چې موخه یې د انارو د حاصلاتو مدیریت او د بزګرانو او سوداګرو ترمنځ د اړیکو پراختیا وه.
د یاد ورکشاپ چارې د سیبارډ  پروګرام له لارې د ارغنداب ولسوالۍ د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څار لاندې ترسره شوې. په ورکشاپ کې د کندهار کرنې ریاست استازو، سوداګرو او د انارو سلګونو بزګرانو ګډون کړی و.
د ورکشاپ په لومړۍ ورځ، بزګرانو ته د انارو حاصلاتو د ښه مدیریت، حاصل راټولونې، بسته بندۍ او په مارکیټونو کې د ښې بازار موندنې په برخه کې روزنه ورکړل شوه. په دویمه ورځ، د بزګرانو او میوو سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه غونډه وشوه. ګډون کوونکو ته وښودل شول، چې څنګه کولی شي د سوداګرو سره خپلې اړیکې پراخې کړي او خپل محصولات په نړیوالو بازارونو کې په مناسب قیمت وپلوري.
سوداګرو او بزګرانو د کرنې ریاست او سولې بنسټ له دې ګام څخه خوښي وښوده او د دې ډول پروګرامونو د زیاتېدو غوښتنه یې وکړه.
د کندهار کرنې ریاست په دې وروستیو کې د بزګرانو د ملاتړ په موخه ګڼ روزنیز پروګرامونه پیل کړي او هڅه کوي چې د کرنیزو محصولاتو لپاره په نړیوالو بازارونو کې غوره بازار موندنه وکړي. یاد ورکشاپ د دې هڅو یوه برخه ده چې له بزګرانو سره په مستقیم ډول مرسته کوي ترڅو دوی خپلې مېوې په لوړ قیمت وپلوري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت