کندهار کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په پار هڅې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۹:۴۰
کندهار کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په پار هڅې

دکندهار ولایت د امارتي ځمکودغصب مخنیوی اوغصب شویوځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي ټیم د یاد ټیم رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ ددې ولایت سپین بولدک ولسوالی ته سفر وکړ.
ددې سفر په ترڅ کې د تخنیکي پلاوی رییس او یوشمېر غړي د سپین بولدک ولسوالی والسوال او یوشمېر سیمه ییزو چارواکو سره په کتنه کې د ځمکې غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په هکله خبرې اترې وکړې.
ددې لیدنې په ترڅ کې د کندهار دکرنې رییس او د تخنيکي پلاوي رییس مولوی محمود مظلوم سپین بولدک ولسوالی ته د خپل سفر موخې بیان او د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په پار د سیمه ییزو چارواکو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې، د سپین بولدک ولسوالی ولسوال له یاد پلاوي سره دهرراز همکاریو ژمنه وکړه.
یاد پلاوي ددې سفر په ترڅ کې د سپین بولدک ولسوالی دهغه کنډک څخه هم لیدنه وکړه، چې د عبدالحد په نوم کس پرې دعوه لري، یاد پلاوي له دې سیمې څخه د لیدنې پر مهال نومړوي کس ته وویل، چې د ځمکې اړوند قانوني او شرعي اسناد له تخنیکي پلاوي سره شریک کړي.
باید وویل شي، چې کندهار کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت