کندهار کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۱۰:۵
کندهار کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی غونډه دائره شوه

دکندهار ولایت د امارتي ځمکودغصب مخنیوی اوغصب شویوځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي ټیم د یاد ټیم رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ د کندهار دکرنې په ریاست کې غونډه دائره کړه.
په دې غونډه کې د تخنیکي پلاوی غړي، د عدلیې رییس مولوی نورآغا هاشمي، ښاروال حاجي نعمت الله حسن، د استناف څارنوالی رییس مولوی غوث الدین ثاقب، د امنیه قومندانۍ مرستیال ملا نورالله مدثر،  د ښار جوړونې رییس مولوی عبدالمتین عاشق، د کدستر آمر احسان الله الهام، د قضایای امارت آمر مولوی تاج محمد خلیلي، د کار او ټولنیزو چارو رییس عبدالخالق عبدالله او د مستوفیت رییس ملا حکمت الله اخند کډون کړی و. د عینو مېنې د سوداګرانو موضوع، مرکزي کمېسیون څخه د اجارې اړوند د راغلي طرزالعمل په اړه بحث، د حاجي امیر لالی د زامنو موضوع ورازول شوه، صنعتي پارک سره د زر جریبه ځمکې پر موضوع بحث او پر کاري پلانونو خبرې اترې د دې غونډې اصلي موضوعات ول
 باید وویل شي، چې کندهار کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۹:۱۰
Background image

کابل کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پیل شو

د کرنې، وزارت له لوري د کابل په بادام‌باغ کې د «نیالګي کېنول، صدقه جاریه ده» تر شعار لاندې د نیالګي کېنولو پسرلنی ملي کمپاین پیل شو. د کمپاین د پیل په مراسمو کې د کرنې، اوبو لګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۵۱
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۲۵ سرې غواوو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۲۱
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا د کندهار د اوبو رسولو ریاست ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ا.ا.ا د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري، د کندهار. . .

بازگشت