کندهار ولایت کې د څارویو د طبق، کانګو او چنجیو ضد درې ګونه وقایوي کمپاین پیل شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۰:۱۱
کندهار ولایت کې د څارویو د طبق، کانګو او چنجیو ضد درې ګونه وقایوي کمپاین پیل شو

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ د څارویو درې مهم وقایوي کمپاینونه د کندهار ولایت په لسو ولسوالیو کې پیل کړل. دغه کمپاینونه د طبق وژونکې ناروغۍ درملنه، د کانګو ناروغۍ وقایوي درمل‌شیندنه او د چنجیو ضد درملو تطبیق په برخه کې ترسره کېږي.
یاد وقایوي اقدامات به د کندهار په ډنډ، دامان، پنجوايي، لوړ میوند، کښته میوند، ارغنداب، خاکریز، نېش، غورک، او سپین بولدک ولسوالیو کې د مسلکي پاراوټرانو له خوا تطبیق شي.
ددې کمپاین په ترڅ کې به شاوخوا ۶۵ زره او ۷۰۰ څاروي د کانګو ناروغۍ پر ضد واکسین او درمل شیندنه شي؛ لسګونه زره هغه  څاروي، چې د طبق ناروغۍ لري درملنه کېږي او ۳۲ زره او ۹۰۰ څارویو ته به د چنجیو ضد درمل ورکړل شي.
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلینو څرګنده کړه، چې د دغو کمپاینونو موخه د مالدارۍ سکتور ته جدي پاملرنه، د وژونکو ناروغیو وقایه، د څارویو د روغتیا خوندیتوب، او په لرې پرتو سیمو کې د مالدارانو لپاره د حیواني خدماتو پراخول دي.
دوی زیاته کړه، چې دا ډول وقایوي اقدامات نه یوازې د ناروغیو د خپرېدو مخنیوی کوي، بلکې د مالدارانو اقتصادي ثبات ته هم زمینه برابروي.
د یادونې وړ ده، چې د مالدارۍ د پیاوړتیا په برخه کې دا لومړۍ هڅه نه ده، بلکې د تېرو څلورو میاشتو په جریان کې هم د کرنې وزارت او د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او» په همکارۍ د کانګو او طبق ناروغیو پر ضد وقایوي واکسینونه او درمل شیندنه ترسره شوې دي.
د کندهار د کرنې ریاست تمه لري، چې د یادو کمپاینونو له لارې به د څارویو د ناروغیو کچه د پام وړ کمه شي او د مالدارانو عواید به ډېر شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت