کندهار ته د کرنې وزیر سفر او د ځایي چارواکو سره لیدنه  

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۵:۲۳
کندهار ته د کرنې وزیر سفر او د ځایي چارواکو سره لیدنه  

۴ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت له والي ملا محمدعلي حنفي، چې په ملاشیرین مشهور دی، او د دې ولایت یو شمېر امارتي چارواکو سره لیدنه او خبرې وکړې.
د مولوي عطاءالله عمري د سفر موخه د هغو ځمکو د وېش موضوع څېړل وو، چې د فتحې څخه مخکې د هغه وخت مشرتابه لخوا وېشل شوې وې، خو په دې برخه کې د ځمکو د تثبیت لپاره ځینې ستونزې او ننګونې موجودې وې.
وزیر په دې لیدنه کې وضاحت ورکړ، چې ځینې ځمکې د اسنادو د نشتوالي او د ثبت ستونزو له امله په سمه توګه نه وې وېشل شوې. هغه زیاته کړه، چې ورته ستونزې په هلمند ولایت کې هم موجودې وې، او هلته هم د ځایي چارواکو لخوا د دې موضوع د حل لپاره غونډې ترسره شوې دي.
مولوي عطاءالله عمري له ځایي چارواکو وغوښتل چې د دې ستونزو د حل په برخه کې اړینه همکاري وکړي او په کندهار ولایت کې د کرنیزو ځمکو د دقیق تثبیت لپاره جدي هڅې وکړې.
په ورته وخت کې، د کندهار والي ملا محمدعلي حنفي، چې په ملاشیرین مشهور دی، د دې موضوع د ملاتړ اعلان وکړ او ټینګار یې وکړ چې د ټاکل شوې ډلې سره به اړینه همکاري وکړي.
د نیول شویو پرېکړو پر اساس، د کندهار ولایت د کرنې ریاست تر څار لاندې به یوه تخنیکي ډله جوړه شي چې د ولسوالیو په کچه د ځمکو د تثبیت او وېش موضوع وڅېړي او حل کړي.

سفر وزیر زراعت به کندهار و دیدار با مسوولان محلی آن ولایت 
۴ جدی ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر به ولایت کندهار با  ملامحمدعلی حنفی، مشهور به ملاشیرین ولایت کندهار در حضور شماری از مقامات امارتی این ولایت دیدار و گفتگو کرد. 
هدف از سفر مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری بررسی موضوع تقسیم زمین‌های بود که پیش فتح  توسط رهبری وقت تقسیم شده بودند، اما برخی مشکلات و چالش‌ها در تثبیت این تقسیمات وجود داشت.
وزیر زراعت در این دیدار توضیح داد که برخی از زمین‌ها به دلیل نداشتن اسناد معتبر و مشکلات ثبت، به درستی تقسیم نشده‌اند. همچنین، مشکلات مشابهی در ولایت هلمند نیز وجود داشته است که در آنجا نیز مقامات محلی برای حل این مسائل جلسه برگزار کرده‌اند. 
 مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت همچنین از مقامات محلی خواست تا همکاری لازم را در راستای حل این مشکلات داشته باشند و بر تثبیت دقیق زمین‌های کشاورزی در این ولایت تأکید کرد.
در همین حال ملامحمدعلی حنفی، مشهور به ملاشیرین والی ولایت کندهار، از این موضوع  اعلام حمایت کرده و اطمینان همکاری لازم را به هیئت توظیف شده سپرد.
 بر اساس تصمیمات اتخاذ شده، یک تیم تخصصی زیر نظر ریاست زراعت ولایت قندهار تشکیل خواهد شد تا موضوع تثبیت و تقسیم زمین‌ها در ولسوالی‌ها بررسی و حل شود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۳
Background image

د افغانستان د کرنې وزارت پلاوي د روسیې د حیواني او نباتي روغتیا څېړنیز انستیتوت څخه لیدنه وکړه

۲۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړي پلاوي د روسیې فدراسیون ته د خپل سفر په ترڅ کې د حیواني او نباتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۶
Background image

روسیه مېشتو افغان پانګه‌والو سره د کرنې وزارت د پلاوي لیدنه

۲۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړي پلاوي د روسیې فدراسیون کې له مېشتو افغان پانګه‌والو او سوداګرو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۲۸
Background image

نورستان کې د کرنې سکتور د پیاوړتیا لپاره مهمې ناستې؛ د پروژو شفاف تطبیق، د بزګرانو ملاتړ او د ځنګلونو ساتنه لومړیتوب وبلل شول

۲۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په کچه درې مهمې جلا ناستې ترسره شوې، چې پکې د همکارو مؤسسو ترمنځ همغږي، د راتلونکو. . .

بازگشت