کندز کې ۳۰ شنې خونې جوړېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۰ - ۱۲:۳۰
کندز کې ۳۰ شنې خونې جوړېږي

۲۰ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د آغاخان دفتر په همکارۍ ددې ولایت په دشت ارچي، امام صاحب او خان آباد ولسوالیو کې د بزګرانو لپاره ۳۰ شنې خونې جوړېږي.
د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر صلاح الدین واحدي په داسې حال کې چې په شمال او شمال ختیځ زون کې د آغاخان د دفتر رییس حجت الله یوسفزی یې ملتیا کوله د په دشت ارچي ولسوالی کې د یاد دفتر له خوا د شنو خونو د جوړولو چارو څخه څارنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې د یاد دفتر له لوري په دشت ارچي، امام صاحب او خان آباد ولسواليو کې د ٣٠ شنو خونو د جوړولو چارې د پلي کېدو په حالت کې دي، چې د څارنې په ترڅ کې یاد دفتره ته د وړ ګټه اخیستونکو کسانو د انتخاب او په مناسبو سیمو کې د پروژې د پلي کولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې.
د شنو خونو د جوړولو موخه د بزګرو کورنیو او بې وزلو ښځو د عاید لوړول، د خوارځواکۍ مخنیوی او د خوړو خوندیتوب دی.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د میدان وردګو کرنې ریاست کې د چاپېریال د زرغونتیا په پارنیالګې کېنول شول

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه نیالګي کېنول شول. 
د چاراکو په خبره د یاد ریاست په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د اراضۍ د تثبیت واحد مرکز د فعالیتونو د ښه والي په موخه ناسته ترسره شوه

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د اراضۍ ریاست د ځمکو د تصفیې په ریاست کې د اراضۍ د تثبیت واحد مرکز د فعالیتونو د ارزونې او همغږۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۲
Background image

د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکتور تولیدوونکو او متشبثینو لپاره ځانګړی فرصت

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا ریاست تاسو ته بلنه درکوي، څو د بزګرمېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په څلور دېرشم نندارتون کې،. . .

بازگشت