کندز کې د پستې له ځنګلونو څارنه وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۲ - ۱۳:۵۲
کندز کې د پستې له ځنګلونو څارنه وشوه

۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، ددې ولایت د چاپېریال ساتنې او ولایت مقام په  همکارۍ د چهار درې، کلباد، آقتاش او دشت ارچې ولسوالیو کې د پستې له ځنګلونو څخه څارنه وکړه.
د دې څارنې په ترڅ کې یادو چارواکو وویل، چې د ځنګل ساتونکو له خوا د پستې ځنګلونه په سمه توګه ساتل شوي، چې د پستې د ونو حاصلات هم د قناعت وړ دي.
یاد چارواکو وویل، چې د پستې د بشپړې پوخوالي مرحلې ته د رسېدو لپاره د پستې له ځنګلو به په دوامداره توګه څارنه کېږي، او هدارنګه ځنګل ساتونکي به د ځایي خلکو سره په همغږۍ د پستې د ساتنې لپاره په منظم ډول کار وکړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۲
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۷
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ریشخور لبنیاتو فابریکې د چارو د پرمختګ څارنه وکړه

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي ضمیر عثماني، د کابل په ریشخور کې د لبنیاتو فابریکې د تجهیزاتو د نصبولو. . .

بازگشت