کندز کې د غنمو د حاصلاتو معلومولو د سروې لړۍ پیل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۹ - ۱۴:۱۵
کندز کې د غنمو د حاصلاتو معلومولو د سروې لړۍ پیل شوه

۹ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
په کندز ولایت کې د غنمو د حاصلاتو د معلومولو د سروې تر عنوان لاندې ښوونیز د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ او د کندز ولایت د کرنې ریاست سره په همغږۍ په لار واچول شو.
هغه غونډه چې په همدې موخه جوړه شوې وه، په کې د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس خبرې وکړې او په کندز ولایت کې د غنمو د حاصلاتو د معلومولو سروې د پلي کوونکي پروژې مسوولین یې خپلو دندو ته متوجه کړل او ټینګار وکړ چې د کندز ولایت د غنمو د حاصلاتو د کره احصایې د ترلاسه کولو لپاره صادقانه هڅې وکړي.
 دغه راز د کندز د کرنې رییس د یاد پروګرام د تمویل کوونکو او پلي کوونکو ادارو سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۲
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۷
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ریشخور لبنیاتو فابریکې د چارو د پرمختګ څارنه وکړه

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي ضمیر عثماني، د کابل په ریشخور کې د لبنیاتو فابریکې د تجهیزاتو د نصبولو. . .

بازگشت