کندز ته د کرنې او مالدارۍ مرستیال سفر

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۴ - ۸:۳۱
کندز ته د کرنې او مالدارۍ مرستیال سفر

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني ولایتونو ته د خپل سفر په لړ کې کندز ولایت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت والي ملانثار احمد نصرت سره په کتنه کې د مالدارانو او بزکرانو د ستونزو پر حلولو خبرې اترې وکړې.
 ددې لیدنې په ترڅ کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال کندز ولایت ته د خپل سفر موخه د کرنې د پراختیا وجهي صندوق د وکالې او مرابحې چوپړتیاوو پرانیستل، دکندز ولايت دکرنې او مالدارۍ عمومي وضعیت ارزونه، د ملخانو آفت د مخنیوي کمپاین لړۍ څخه څارنه او د کندز ولایت د بزګرانو او مالدارانو ستونزې حلول وبلل او دکرنې وزارت د یادو پروګرامونو د پلي کولو په پار د کندز ولایت د سیمه ییزو چارواکو د همکارۍ او ملاتړ غوښتونکي شو.
په همدې حال کې د کندز والي ملا نثار احمد نصرت د کندز په ولایت کې بزګرانو او مالدارانو لپاره دکرنې وزارت له برنامو څخه د خوښي څرګندولو ترڅنګ ددغو برنامو د پلي کولو په برخه کې دهرراز همکاریو او ملاتړ ډاډ ورکړ.
ددې لیدنې په ترڅ کې د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکونې رییس مولوی صدیق الله رحماني، د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله، دکرنې د پراختیا صندوق (ADF) رییس انجنیر عبدالغفور غفاري،دکندز دکرنې رييس مولوی امان الله حسن او دکرنې او مالدارۍ مرستیال سلاکار مولوی ګل حضرت د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني ملتیا کوله.

معین زراعت و مالداری به ولایت کندز سفر کرد

مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت به سلسله سفرهای ولایتی به ولایت کندز سفر کرده و با ملا نثاراحمد نصرت والی آن ولایت دیدار و به‌منظور حل مشکلات دهقانان و مالدارن گفتگو کرد.
در جریان این دیدار معین زراعت و مالداری هدف سفرش را  افتتاح خدمات وکاله و مرابحه صندوق وجهی انکشاف زراعت، بررسی وضعیت کلی زراعت و مالداری ولایت کندز، نظارت از جریان کمپاین جلوگیری از آفت ملخ، حل مشکلات دهقانان و مالداران ولایت کندز عنوان کرده و خواستار حمایت و همکاری مسوولان محلی ولایت کندز در تطبیق این برنامه‌های وزارت زراعت شد.
در همین حال ملا نثار احمد نصرت والی کندز از برنامه‌های وزارت زراعت برای دهقانان و مالداران ولایت کندز ابراز خرسندی کرده و برای هیئت وزارت زراعت اطمینان همکاری همه جانبه را در تطبیق برنامه‌های شان سپرد.
در جریان این دیدار مولوی صدیق الله رحمانی رییس تصدیق تخم بذری، مفتی ذاکرالله رئیس عمومی مالداری و صحت حیوانی،  انجنیرعبد الغفور غفاری رییس صندوق وجهی انکشاف زراعت یا ADF ، مولوی امان الله حسن رئیس زراعت کندز و مولوی گل حضرت مشاور معین زراعت و مالداری معین زراعت و مالداری حضور داشتند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۲۲
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه ولسوالی کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت کرنیز ماشین‌آلات ووېشل شول؛ د میکانیزه کرنې د پیاوړتیا په‌پار مهم ګام

۱۰ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډنمارک د کډوالو نړۍوالې ادارې «ډي‌ارسي» په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۹:۲۱
Background image

کرنې وزارت کې د ننګرهار کانال امارتي شرکت د رهبرۍ پلاوي غونډه دایره شوه

۱۰ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کانال امارتي شرکت د رهبرۍ پلاوي غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۳۸
Background image

د ننګرهار اچین کې د کانال جوړولو چارې پیل شوې؛ سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره  په همغږۍ، د ډنمارک د کډوالو ادارې «ډي‌آرسي» له لوري د اچین ولسوالی د مکتب کلي د. . .

بازگشت