کندزکې د پیازو د حاصلاتو کچه لوړه شوی

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۶ - ۱۴:۱۰
کندزکې د پیازو د حاصلاتو کچه لوړه شوی

۱۶ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
په کندزولایت کې د تیر کال په پرتله د پیازو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د کندز ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي امان‌الله حسن وايي: چې سږ کال د پیازو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالي راغلی، د نوموړي  په وینا، سږ کال د دغه ولایت کروندګرو له هر جریب ځمکې څخه تر څوارلس ټنو پورې پیاز راټول کړي، چې دا شمېره د تېر کال په پرتله څو برابره ډېروالی ښيي.
بل خوا د دغه ولایت کروندګر د پیازو د حاصلاتو د زیاتوالي لامل په دغه ولایت کې د اصلاح شویو تخمونو کارول او پرله پسې بارانونه بولي.
د کروندګرو په وينا، د موسم مناسب شرايط او د اصلاح شويو تخمونو کارونه د دوي په حاصلاتو کې زياتوالى راوستى دى، خو د بازار موندنې او سړو خونو جوړولو په برخه کې د اسلامي امارت څخه د مرستې غوښتنه کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت