کابل کې د نیالګیو کښېنولو ملي کمپاین پیل شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۱۱:۶
کابل کې د نیالګیو کښېنولو ملي کمپاین پیل شو

د کابل ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، ښاروالۍ ،د چاپېریال ساتنې ریاستونو‌،  او د ولایت مقام په همغږۍ په اکاډمۍ اتو ميخانيکي انسټيټيوټ کې د نیالګیو کښېنولو ملي کمپاین پیل شو.
 په یادو مراسمو کې د کابل والي الحاج ملا امين الله عبيد د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس شیخ عبيد الله حقاني، د طبيعي پېښو سره د مبارزې رییس، د چاپېریال ساتنې رییس، د ښاروالۍد اوومې ناحيې رېيس، د اوومې امنيتي حوزې آمر، د اتو ميخانيکي انسټيټيوټ آمر، استادانو او د سیمې قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړې وو.
ددې کمپاین په پیل غونډه کې دکابل ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس شیخ عبیدالله حقاني له ښاریانو غوښتنه وکړه، چې په یاد کمپاین کې برخه واخلي .
 دغه راز ښآغلی حقانی له ښاریانو او هټیوالو څخه غوښتنه وکړه، څو د یادو مثمرو او غیر مثمرو نیالګيو په پاللو او ساتنه کې بشپړه همکاري وکړي.
 په همدې حال کې، دکابل والي الحاج ملا امين الله عبيد وویل: «د خوشحالۍ ځای دی، چې د هېواد د ښېرازۍ لپاره مو مټې رانغښتې دي او پخپل ښار او سېمو کې مثمر او غیر مثمر نیالګي کښېنوٸ.»
ښاغلي عبيد زیاته کړه: «دکابل له ٶلسونو څخه خوښ یو چې، د هېواد د ښېرازۍ او زرغون افغانستان لپاره اشر کې راسره برخه اخيستې او د هېواد د زرغونولو لپاره مثمر او غیر مثمر نیالګي کښېنوي.».»
د کابل والي له ٶلسونو څخه غوښتنه وکړه، چې یو نیالګی د ځان او یو د هېواد لپاره کښېنوی،څو خپلې سیمې مو ښېرازه شي.
همدارنګه په غونډه کې یوشمېر نورو چارواکو هم خبرې وکړې او د نيالګيو د اېښودلو په اهميت  يې ټينګار وکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې موده مخکې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د هېواد په کچه د نیالګیو کښېنولو ملي کمپاین پیل شوی دی، چې په ترڅ کې به یې میلیونونه مثمر او غیر مثمر نیالګي کېښودل شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۷
Background image

د کندهار د ژړۍ ولسوالی څېړنیز فارم کې د نیالګیو قوریه جوړه شوه

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د قدرتي سرچینو آمریت په تخنیکي همکارۍ د کندهار ژړۍ ولسوالی څېړنیز فارم کې پر ۲. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۹:۲۶
Background image

د کندهار بولدک کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بولدک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ د. . .

بازگشت