کابل کې د درې میلیونه ډالرو په ارزښت د ټیشو کلچر لابراټوار د جوړېدو چارې پیل شوې
۵ چنګاښ ۱۳۹۹
په هېواد کې د کرنې او بڼوالۍ د پراختیا او د یادو برخو د معیاري کولو په پار نن پنج شنبه د چنګاښ ۵ مه د کابل په ولایت کې د درې میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د ټېشو کلچر لابراټوار د جوړولو چارې پیل شوې.
یاد لابراټوار چې د جوړولو ټولیز لګښت یې درې میلیونه امریکایي ډالرو ته رسیږي د خصوصي سکټور له خوا په ۲۰۰ جریبه ځمکه کې جوړیږي.
په هغه غونډه کې، چې ددې لابراټوار د بنسټ اېښودو په پار جوړه شوې وه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تخنیکي معینیت سرپرست محبوب الله ننګ خبرې وکړې او وویل، د کرنې وزارت تل له خصوصي سکټور سره مرسته اوهمکاري کړي او ددې لړۍ دوام ته ژمن دی، هغه وویل: «موږ د خپل توان تر کچه د خصوصي سکټور ملاتړ کړئ او خپل ملاتړ ته به دوام ورکړو.» ښاغلی ننګ وویل، چې د کرنې وزارت پنځه موخې لري، چې په کې د کرنیزو نباتاتو، بڼوالۍ، مالدارۍ او ځنګلونو پراختیا او ساتنه او د یادو برخو ځنځیري ارزښت لوړول دي، چې په دغو برخو کې د خصوصي سکټور ونډه د پام وړ ارزښت لري.
د کرنې وزارت د تخنیکی معینیت سرپرست وویل، که چېرې خصوصي سکټور د بڼوالۍ په برخه کې په پوره توګه کار وکړي زه باوري یم، چې د سوېلي اسیا مارکېټ به د افغانستان د بزګرانو او بڼوالو په لاس کې وي.
په همدې حال کې د افغان هنګ کانشون مشر فضل الرحیم سردار وویل، چې په کابل کې د ټېشو کلچر لابراټوار په ۲۰۰ جریبه ځمکه کې جوړیږي، چې د جوړولو ټولیز لګښت یې درې میلیونه ډالرو ته رسیږي. ښاغلي سردار وویل، چې ددې لابراټوار په جوړېدو کې شاوخوا ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابریږي او ترڅنګ یې شنې خونې هم په پام کې نیول شوي، چې د شنوخونو په جوړولو به هم کار پیل شي، چې په ترڅ کې به یې هېوادوالو ته د کارزمینه برابره شي.
د افغان هنګ کانشون مشر فضل الرحیم سردار وویل: «موږ د کرنې وزارت د مشرتابه به سلامشورې خپلې چارې پر مخ بیایو او ډېر ژر به د هېواد په شپږو زونونو کې د ټېشو کلچر مرکزونه جوړ شي.»
د خصوصي سکټور له خوا د کرنې په برخه کې ورته پانګونې کولای شي، چې د هېواد کرنیز محصولات په نړیوال معیار برابر نړیوالو مارکېټونو ته وړاندې کړي، چې له یوې خوا د کروندګرو پر اقتصاد مثبته اغېزه کوي، له بلې خوا به هغه تشه ډکه شي، چې دولت یې په خپلو امکاناتو د پوره کولو توان نه لري.
