کابل ښار کې د افغانستان د نوشابې د صنعت مرکز څخه لیدنه او څارنه 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۵ - ۱۰:۳۴
کابل ښار کې د افغانستان د نوشابې د صنعت مرکز څخه لیدنه او څارنه 

۱۵ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ د مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال انجنیر سلطان محمد زیبر، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسلکي استازي، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیالۍ استازي او د کرنې وزارت تخنیکي ټیم په کابل ښار کې د افغانستان د نوشابې د صنعت له مرکز څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې موخه د خوراکي توکو د تولید په برخه کې د خدمتونو ښه‌والي ته وده ورکول او خلکو ته د روغتیایي او باکیفیته محصولاتو د برابرولو ډاډ ورکول وو. همداراز، ټینګار وشو چې تولیدي مرکزونه باید معیاري تولیدات ولري او د غیرمعیاري او بې‌کیفیته محصولاتو له تولید څخه ډډه وکړي. په دې برخه کې، هغه تولیدي شرکتونه چې معیاري سټندردونه پلي کړي، نو هڅونه تشویق او ملاتړ به یې وشي.
دا څارنه او لیدنه د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د اداري مرستیالۍ د لارښوونې پر بنسټ ترسره شوې او د نورو تولیدي مرکزونو د څارنې لړۍ لا هم دوام لري.


نظارت و بازدید از مرکز صنایع نوشابه افغانستان در شهر کابل
۱۵ حوت ۱۴۰۳ هـ.ش
هیتی به سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری، با عضویت انجینیر سلطان محمد زیبر، معین پالیسی وزارت مالیه، نمایندگان مسلکی از وزارت صنعت و تجارت و معینت غذا و ادویه وزارت صحت عامه، به همراه تیم تخنیکی وزارت زراعت، از مرکز صنایع نوشابه افغانستان در شهر کابل بازدید به عمل آوردند.
هدف از این بازدید بهبود عرضه خدمات در عرصه تولید مواد غذایی و تضمین دسترسی هموطنان عزیز به محصولات صحی و با کیفیت بود. همچنین، تأکید شد که مراکز تولیدی باید تولیدات معیاری داشته باشند و از تولیدات محصولات غیرصحی و بی‌کیفیت جلوگیری گردد. در این راستا، شرکت‌های تولیدی که استانداردهای معیاری را رعایت کنند، مورد تشویق، ترغیب و حمایت قرار خواهند گرفت.
این نظارت و بازدیدها بر اساس هدایت معاونت اداری ریاست الوزرای امارت اسلامی افغانستان انجام می‌شود و برنامه‌های نظارتی از تعداد دیگری از مراکز نیز ادامه دارد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۲۹
Background image

دکرنې وزارت کې د یوشمېر کورنیو او بهرنیو ادارو د چارواکو په شتون کې د بدیل معیشت ورکشاپ ترسره شو

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ، اوبو او انرژۍ، کورنیو چارو، د کلیو د پراختیا او بیارغونې، د کار او ټولنیزو چارو او عامې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند مارجه کې د خرما ۱۰۰ جریبه بڼ جوړېږي

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅونه او همارۍ یو تن ځايي پانګوال غواړي د مارجې ولسوالی په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې د خرما بڼ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

د لغمان بادپښ ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان د نابینایانو مؤسسې  «اې.بي.ام» په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو دخوړو. . .

بازگشت