چین ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۲:۴۱
چین ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۳ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی د یو کمربند او یوې لارې د کرنیزې پالیسي جوړونې په نړۍوال سیمینار کې د ګډون په موخه چین ته تللی دی.
دغه نړۍوال سیمینار چې د اتو هېوادونو د کرنې سکتور متخصصینو او چارواکو په کې برخه اخیستې وه، د سیمینار ګډونوالو ته د کرنې په سکتور کې د نویو کارول شویو میتودونو، د کرنې لرلید او دکرنیزې پالیسۍ جوړولو په اړه معلومات وړاندې شو.
د دغه سیمینار په ترڅ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوی د اتو هېوادونو څخه راغلي پلاوي ته د کرنې د وضعیت او د کرنیزو لاسته راوړنو په اړه راپور وړاندې کړ.
دغه پلاوي چې مشري یې د غلودانو او صنعتي بوټو رییس مولوی محمد اسمعیل شکیب کوي، د مېوو د څېړنو د سمون آمر نذیر نوابي، د پالیسیو آمر محمد قیس شریفي، او دغلو دانو د کرنیزو تخمونو د وېش لوی مدیر ذکریا احمدي په شتون کې چین ته سفر کړی.

سفر هیئت وزارت زراعت به کشور چین 
۳ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
هیئت از وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان به منظور اشتراک در سمینار بین الملی تحت عنوان پالیسی سازی زراعتی یک راه و یک کمربند به کشور چین سفر کرده است.
این سمینار بین الملی که با حضور متخصصان و مسوولان سکتور زراعت هشت کشور راه اندازی شده بود در آن در رابطه به روش‌های نوین مورد استفاده در سکتور زراعت، دورنمای زراعت و پالیسی سازی زراعتی برای حاضرین سمینار اراییه گردید.
هیئت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان این سمینار گزارشی از وضعیت زراعت و دستاوردهای زراعتی را برای اشتراک کننده گان از هشت کشور اراییه کردند.
این هیئت به سرپرستی مولوی محمد اسماعیل شکیب رییس توسعه غلاه جات و نباتات صنعتی و با حضور نذیر نوابی آمر اصلاح  تحقیقات میوه جات، محمد قیس شریفی آمر پالسی‌ها و ذکریا احمدی مدیر عمومی توزیع تخم‌های بذری غله جات به کشور چین سفر کرده اند.
این هیئت به سرپرستی مولوی محمد اسماعیل شکیب رییس توسعه غلاه جات و نباتات صنعتی و با حضور نذیر نوابی آمر اصلاح  تحقیقات میوه جات، محمد قیس شریفی آمر پالسی‌ها و ذکریا احمدی مدیر عمومی توزیع تخم‌های بذری غله جات به کشور چین سفر کرده اند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۳۷
Background image

د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالی کې د حیواني کلینیکونو د فعالیتونو څارنه ترسره شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امر، مفتي عزیزالرحمن عزیز، په مشرۍ ګډ پلاوي د خوږیاڼو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د یو شمېر حیواني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۲۲
Background image

لغمان کې ۵۰۰ مالدارانو ته د علفې میده کولو ماشینونه او منرالي خښتې ووېشل شوې

د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې نړۍوالې ادارې «افاې»‌او په مالي ملاتړ او د«ان‌سي‌اراو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د مهترلام ښار ۵۰۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۲۲
Background image

بغلان کې د شاتو تولید مخ پر زیاتېدو؛ ۳۸۰ فارمونه په کلني ډول تر ۳۵ مټریک ټنه شات تولیدوي

د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤولین وایي، په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې او د شاتو تولید په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی او دا مهال شاوخوا ۳۸۰ د شاتو تولید فارمونه په. . .

بازگشت