چینايي سوداګر او پانګوالو سره دکرنې وزیر لیدنه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۱۴:۳۳
چینايي سوداګر او پانګوالو سره دکرنې وزیر لیدنه

۲۶چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د خپل کار په دفتر کې له یو شمېر چینایي سوداګرو او پانګوالو سره، چې د افغانستان د کرنې په سکتور کې پانګونې ته لېوال دي، وکتل.
په دې کتنه کې چینايي سوداګرو د افغانستان د کرنې، مالدارۍ، درمل جوړولو او د کیمیاوي سرو په برخو کې د کار او پانګونې په اړه خپله لېوالتیا څرګنده او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
دغو سوداګرو د ۵۰۰۰ هکتاره ځمکې او په بندرونو کې د توکو او ماشینرۍ په لیږد کې د اسانتیا راوستلو غوښتنه وکړه، څو د کرنې په برخه کې پانګونه او کار وکړي، چې د کرنې وزیر له دغو سوداګرو سره د همکارۍ ژمنه وکړه.
په دې کتنه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په بېلابېلو برخو کې د چین د پرمختګونو یادونه وکړه او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې یې د چین سوداګریزې همکارۍ مهمې وبللې.«د چين خلکو د تکنالوژۍ، ساينس او تخنیک په برخه کې ډېر پرمختګ کړی دی. دغه راز په نړۍ کې تر ټولو لوی نفوس او تر ټولو لوی صادروونکی هېواد دی. تاسو کولای شي چې د زده کړې، تجربې، د کرنې د ميکانیزه کولو او د ماشینونو د چمتو کولو په برخه کې له موږ سره همکاري وکړئ.موږ د ځمکې د اجارې او نورو اسانتیاوو په برابرولو سره ستاسو په خدمت کې یو، افغانستان یو داسې هېواد دی چې ارګانیک او لوړ کیفیت لرونکي محصولات لري او چین زموږ دمېوو او کرنیزو محصولاتو لپاره ښه بازار دی. زموږ هېواد کرنیزو چارو لپاره مناسب اقلیم لري، تاسو راشئ او کار وکړئ او زموږ بزګرانو او مالدارانو ته روزنه وکړئ.»
 په دې کتنه کې د کرنې وزیر سلاکار میرویس خوګیاڼي، د افغان-چین د ګډ کرنیز شرکت غړو انجنیر عبدالکریم متین او انجنیر عزیز روزي هم حضور درلود او د ګډ کار په اړه یې خپل نظرونه څرګند کړل.

دیدار وزیر زراعت با تاجران و سرمایه‌گذاران چینایی
۲۶ سرطان ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله‌ عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با شماری از تاجران و سرمایه‌گذاران چینایی که علاقه‌مند سرمایه گذاری در بخش زراعت در افغانستان می‌باشند دیدار کرد.
در این دیدار تاجران چینایی از اظهار علاقه‌مندی شان به کار و سرمایه‌گذاری در بخش زراعت، مالداری، دواسازی و کودکیمیاوی در افغانستان سخن گفتند و خواستار همکاری شدند.
این تاجران خواستار ۵ هزار هکتار زمین و آوردن سهولت‌ها در انتقال وسایط و ماشینری در بنادر شدند تا از آن در بخش زراعت سرمایه‌گذاری و کار نمایند و وزیر زراعت در زمینه سازی و همکاری با این تاجران تعهد داد.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در این دیدار از پیشرفت‌های کشور چین در بخش‌های مختلف یاد آوری کرده و خواستار همکاری تجاری چینی در بخش زراعت و مالداری افغانستان « مردم چین در بخش تکنالوژی، علم و تخنیک پیشرفت زیاد کرده‌اند، همچنان دارای بیشترین نفوس و بزرگترین کشور صادر کننده در سطح جهان می‌باشد، شما می‌توانید در بخش آموزش، تجربه، میکانیزه سازی زراعت و تهیه ماشین‌آلات ما را همکاری کنید، ما برای اجاره  دادن زمین و دیگر سهولت‌ها در خدمت شما می‌باشیم، افغانستان کشوری است که دارای محصول ارگانیک و باکیفیت می‌باشد و چین بازار خوبی برای مصرف میوه‌ها و محصولات زراعتی ما می‌باشد، اقلیم وطن ما مساعد برای کارهای زراعتی می‌باشد، شما بیایید و کار کنید برای دهقانان و مالداران ما آموزش بدهید".
در این نشست میرویس خوگیانی مشاور وزیر زراعت، انجنیر عبدالکریم متین و انجنیر عزیز روزی اعضای کمپنی زراعتی مشترک افغان چین نیز حضور داشتند و نظریات خویش را روی کار مشترک بیان کردند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۴۱
Background image

بادغیس ولایت ته د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا د لوی رییس سفر 

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر بادغیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۳۴
Background image

فراه کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شويو غنمو تخمونه وېشل کېږي 

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «سي‌اچ‌اې» مؤسسې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۴۵
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د کوچیانو ستونزې واورېدل شوې او د حل په موخه د همکارۍ ډاډ ورکړل شو

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د هسکې مېنې ولسوالی د کوچیانو له استازو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې او. . .

بازگشت