پکتیکا کې یوشمېر مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۱۱:۴۲
54545

۲۴چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست؛ د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د «او،آر،ډي» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز شرنه او مټاخان ولسوالی پر یوشمېر مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشلي دي.
دپکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمدزمان عمري وویل، چې ددې پروسې په لړ کې هر مالدار د څاریو ۲۰۰کیلوګرامه خوراکي توکي او منرال خښتې ترلاسه کړي دي.
هغه وویل، چې دغه پروګرام په پکتیکا کې د مالدارانو د لاس نیوی، د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا او د لبني محصولاتو د زیاتوالي په خاطرترسره شوی دی.
ویل کېږي برابرشوي خوراکي توکي له زیاتوتغذیه کوونکو توکوڅخه جوړ شوي دي، چې د وزو، وري او غوا په چاقولو کې به اساسي رول ولري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۶:۲۱
Background image

د کرنیزې میکانیزې رییس په لغمان کې د کرنیزو ماشین‌آلاتو د بیا فعالولو پر چټکتیا ټینګار وکړ

۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې میکانیزې ریاست رییس، مولوي صحبت‌الله فاروقي، د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ لغمان ولایت ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۶:۱۹
Background image

کونړ کې د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د څارویو د روغتیا د خوندي کولو او د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا په موخه، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۴۵
Background image

د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر او د یادې شورا رییس، مولوي عطاءالله عمري، په مشرۍ، د کرنې. . .

بازگشت