پکتیکا کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې لړۍ پیل شوې ده

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۴:۵۱
پکتیکا کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې لړۍ پیل شوې ده

۲۸ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایی، چې ددې ولایت والي الحاج مولوي عبدالخالق عابد په مشرۍ د سېلابونو له امله د زیانمن شويو کورنیو سره د مرستې په موخه د اضطرار کمېټې غونډه دائره شوه. یاده غونډه کې د پکتیکا والي الحاج مولوی عبدالخالق عابدترڅنګ، د امنیې قومندان شیخ محمد شریف حلیمي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی شېر احمد ذبیح، د دفتر رییس انجنیر مصمم، د امنیت آمر ملا جاوید بدري او یوشمېر نورو چاروکاو ګډون درلود، چې تر غونډې وروسته یادو چارواکو د مټاخان لسوالی د میراڼو کلي له سېلاب ځپلو سیمو څخه هم لیدنه وکړه.
د پکتيکا ولايت والي الحاج مولوي عبدالخالق عابد  په خپلو خبرو کې وویل: «ټول باید په پوره اخلاص او مېړانه له شته وسائلو او امکاناتو څخه کار واخلو، ترڅو په بېړنیو حالاتو کي د سېلاب ځپلو هېوادوالو لاسنیوی وکړو.»
 ښاغلي عابد پر ټولو ګډونوالو غږ وکړ چې خپل خدمت ته متوجه شي او په ټولو برخو کي ښه خدمات تر سره کړي.
د پکتیکا والي الحاج مولوي عبدالخالق عابد وویل، وروستیو زیاتو اورښتو په ځېنو سېمو کې ولسونو ته زیات مالي زیانونه اړولې، کرنیزې ځمکي یې وړي او ګڼ شمېر کورنه یې تخریب کړي دي، چې امکاناتو ته په کتو به له دوی سره اړیني مرستې ووشي.
په همدې حال کې د پکتیکا امنیه قوماندان شیخ محمد شریف حلیمي وویل، چې امنیتي ځواکونو په همهاله وخت کې ټولو هغو سیمو ته ځانونه ورسول، چې ولسونه په سېلاب کې ایسارول او سملاسي د مجاهدینو له لورې امن سیمو ته انتقال شول. ښاغلی حلیمي وویل:«چمتو یو، چې شپه او ورځ د خپلو ولسونو خدمت وکړو او هېڅ ډول همکارۍ به ونه سپموو.»
په همدې حال کې د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد ذبیح وویل، چې د پکتیکا ولایت د جانخیل، خوشامند او مټاخان ولسوالیو کې په زیاتو سېمو کې سېلابونه راوتلي وو، چې کرنیزې ځمکي یې وړي او یوشمېر کورونه یې تخریب کړي دي.
ښاغلی ذبیح وویل، چې له زیانمنو کورنیو سره د مرستې لړۍ پیل شوی دی، او له دوی سره به اړینې مرستې ووشي.
په همدې حال کې د یادو سمیو قومي مشرانو او مخورو د ا.ا.ا له چارواکو مننه وکړه، چې د ولسونو پوښتنه کوي او په سختو شرایطو کې د دوی ترڅنګ ولاړ او د دوی لاسنیوی کوي.
همداراز دوی له مسؤلېنو نه غوښتنه وکړه، چې په ټولو هغو سیمو کې، چې د سېلاب د راوتلو خطر زیات وي، استنادي دېوالو نه جوړ کړي او د خوړونو په سر ولسونه دې نورو سیمو ته انتقال کړي. 
د یادونې ده، چې د ولایتي ادارې په همغږۍ د سکتوري ریاستونو اړوند د اضطراري کمېټي له لورې سېلاب ځپلو سیمو ته د اړتیا وړ خوراکي او غیر خوراکي توکي لېږدول شوي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا د افغانستان بانک ته ځمکه ولېږدول شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۵۰
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې بېوزلو کورنیو ته وزې او د څارویو خوراکه ووېشل شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «آی،آر،سي» مؤسسې په مالي ملاتړ  د بلخ د شولګرې ولسوالی پر ۱۵۹ اړمنو کورنیو وزې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۳۰
Background image

دبلخ کرنې ریاست په انګړ کې د جومات جوړولو چارې روانې دي

د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په انګړ کې د یوه جومات د جوړولو د چارې پیل شوي، چې رغنیزې چارې به یې ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
دغه جومات د بلخ ولایت د. . .

بازگشت