پکتیکا کې د بادامو د قطره‌یي سیستم پروژه د کرنې او مالدارۍ مرستیال په حضور کې پرانیستل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۰:۴۸
پکتیکا کې د بادامو د قطره‌یي سیستم پروژه د کرنې او مالدارۍ مرستیال په حضور کې پرانیستل شوه

۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معیشت بدیل ریاست له لوري د پکتیکا ولایت لپاره د بادامو د قطره‌یي سیستم پروژه منظور او د هغې د افتتاح غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ ترسره شوه، چې موخه یې د اوبو سپما، د حاصلاتو زیاتوالی او د دهقانانو د معیشت پیاوړتیا ده.
د یادې پروژې په پرانیست غونډه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني او مل پلاوي، د پکتیکا ولایت والي مولوي عبدالخالق عابد، د ولایت مرستیال، د  پکتیکا د کرنې رییس مولوي لعل محمد ګوهر او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون درلود.
د غونډې په پیل کې د پکتیکا د کرنې رییس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د پروژې په اړه یې تفصیلي معلومات وړاندې کړل. نوموړي وویل، چې دا پروژه به د پکتیکا ولایت په څلورو ولسوالیو یحی‌خېل، جاني‌خېل، یوسف‌خېل او ډيله کې تطبیق شي، چې له مخې به یې ۱۸۹ مستحق دهقانان تر پوښښ لاندې راشي.
د معلوماتو له مخې، هربزګر ته به په یو جریب ځمکه کې د بادامو نیالګي کېنول کېږي او ورسره به د قطره‌یي اوبو لګولو سیستم اسانتیا هم برابره شي. د دې پروژې ټولیزه بودیجه ۱۰.۲ میلیونه افغانۍ ده، چې د تطبیق په بشپړېدو سره به د اوبو د مؤثرې استفادې، د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي او د دهقانانو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو سبب وګرځي.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په خپله وینا کې د بدیلو معیشتي پروژو پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د عصري کرنیزو سیستمونو پلي کول د هېواد د کرنیز سکتور د ودې او د بزګرانو د ژوند د ښه کېدو لپاره بنسټیز اهمیت لري.
په پای کې د پکتیکا د کرنې ریاست یاده پروژه د ولایت د بزګرانو لپاره ارزښتناکه وبلله او د ورته پراختیايي او معیشتي بدیلو پروژو د لا زیات تطبیق غوښتنه یې هم وکړه.


افتتاح پروژه سیستم قطره‌ای بادام در پکتیکا با حضور معین زراعت و مالداری
۳ مرغومی ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق
پروژه سیستم قطره‌ای بادام برای ولایت پکتیکا از سوی ریاست معیشت بدیل وزارت زراعت، آبیاری و مالداری منظور گردیده و مراسم افتتاح آن تحت رهبری مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری، برگزار شد. هدف این پروژه صرفه‌جویی در مصرف آب، افزایش حاصلات و تقویت معیشت دهقانان می‌باشد.
در مراسم افتتاح این پروژه، مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری همراه با هیأت مربوط، مولوی عبدالخالق عابد والی ولایت پکتیکا، معین ولایت، مولوی لعل محمد گوهر رئیس زراعت پکتیکا و شماری از مسئولان دیگر اشتراک داشتند.
در آغاز این نشست، رئیس زراعت ولایت پکتیکا ضمن خوش‌آمدیدگویی به اشتراک‌کنندگان، معلومات تفصیلی در مورد پروژه ارائه کرد. وی گفت که این پروژه در چهار ولسوالی یحی‌خیل، جانی‌خیل، یوسف‌خیل و دله ولایت پکتیکا تطبیق می‌گردد که بر اساس آن ۱۸۹ دهقان مستحق تحت پوشش قرار می‌گیرند.
به گفته مسئولان، برای هر دهقان در یک جریب زمین نهال‌های بادام غرس می‌شود و هم‌زمان سیستم آبیاری قطره‌ای نیز فراهم می‌گردد. بودجه مجموعی این پروژه ۱۰٫۲ میلیون افغانی می‌باشد که با تکمیل تطبیق آن، استفاده مؤثر از آب، افزایش تولیدات زراعتی و بهبود وضعیت اقتصادی دهقانان را در پی خواهد داشت.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری در سخنان خود بر اهمیت پروژه‌های معیشت بدیل تأکید نموده و اظهار داشت که تطبیق سیستم‌های عصری زراعتی نقش اساسی در رشد سکتور زراعت و بهبود زندگی دهقانان کشور دارد.
در پایان، ریاست زراعت ولایت پکتیکا این پروژه را برای دهقانان ولایت ارزشمند دانسته و خواهان تطبیق بیشتر پروژه‌های انکشافی و معیشت بدیل مشابه گردید.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۲:۲
Background image

پکتیکا کې د «پریفال» پروژې تطبیق؛ د زیانمنو ټولنو د معیشت ښه‌والی او د خطرونو پر وړاندې د ظرفیت پیاوړتیا

۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د اړیکو دفتر «ټي.ال.او» له لوري د «پریفال»  پروژه، چې موخه یې د زیانمنو ټولنو د معیشت ښه‌والی او د خطرونو پر وړاندې د خلکو د ظرفیت پیاوړتیا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۴۵
Background image

د کندز په چهاردرې او علي‌آباد ولسوالیو کې پر بېوزلو کورنیو د شېدو ورکوونکو وزو وېش

۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د بېوزلو کورنیو د معیشت د پیاوړتیا او د سیمه ییز اقتصاد د ودې په موخه، د کندز ولایت په چهاردرې او علي‌آباد ولسوالیو کې د «سي.ار.ال.جي». . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د غزني دکرنې رییس د کوچیانو له قومي مشرانو سره لیدنه وکړه  

۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب د دې ریاست په مقر کې، د کوچیانو له یو شمېر قومي مشرانو سره د هغوی د. . .

بازگشت