پکتیا کې ۲۵ بې وزلو کورنیو سره د غواګانو خوراکي توکو مرسته وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۶ - ۱۱:۳۸
پکتیا کې ۲۵ بې وزلو کورنیو سره د غواګانو خوراکي توکو مرسته وشوه

پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند همکارې موسسې پاملرنی لخوا ۲۵ هغه غریبو کورنیو ته چې د کورنۍ ډیر ټیټ اقتصاد یې درلود او غذایي خوندیتوب یې نه لرلو ورته د غواګانو خوراکي توکي ووېشل شوه.
د یادې همکارې موسسې له لورې هرې کورنۍ ته ۸۴۰  کیلوګرامه واښه، ۵۰۰  کیلو ګرامه شنه واښه او ۱۵۰ کیلو ګرامه کنجاړه ورکړل شوې ده.
د پکتیا ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ مدیر عبدالبصیر کوچي وايي، چې تر دې وړاندې یادو کورنیو ته یوه د شیدو غوا او خوسۍ ۶۰۰ کیلوګرامه واښه، ۳۰۰ کیلو ګرامه شنه واښه، ۱۰۰ کیلو ګرامه کنجاړه یو جوړه موزې او یو دانه د وښو لوښی هم ورکړل شوي ؤ.
ددې مرستې موخه په ولایت کې د مالدارۍ سکټور ته وده ورکول او د بېوزله مالدارانو لاسنیوی دی.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت