پکتیا کې یوشمېر مېرمنو ته د کورنيو باغچو جوړولو لارې چارې ور وښودل شوې

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۵ - ۱۴:۴۰
پکتیا کې یوشمېر مېرمنو ته د کورنيو باغچو جوړولو لارې چارې ور وښودل شوې


۵ وږی ۱۳۹۸ 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» له خوا د پکتیا ولایت نږدې ۴۰ مېرمنو لپاره د کورنیو باغچو جوړولو اړوند درې ورځنۍ روزنیز پروګرام پای ته ورسېد. 

دغه روزنیزه برنامه چې، د پکتیا دکرنې په ریاست کې په لاره اچول شوې وه ددې ولایت کروندګرې مېرمنې د کورنیو باغچو جوړولو او په کورنیو باغچو کې د کرکېلي په برخه کې په عملي او نظري ډول روزل شوي دي.
د پکتیا د کرنې رییس انجنیر محمدالدین مومند وایي، چې ددغو روزنیزو برنامو موخه داده ترڅو مېرمنې وکولای شي، چې له دې لارې خپل عواید ډېر او خپل اقتصاد ته وده ورکړي.
ښاغلی مومند وویل: «د کورنیو باغچو جوړولو لارې چارې زده کول د مېرمنو د اقتصادي ودې یوه ښه سرچینه ده د مېرمنو د وړتیالوړولو په پار مو دغه روزنیزې برنامې په لاره اچولي دي.»
ددې روزنیزې برنامې ګډونوال له دې روزنیزې برنامې څخه د هرکلۍ ترڅنګ د کرنې وزارت څخه مننه وکړه، چې په هره برخه کې له دوی سره مرسته او همکارۍ کوی. 
د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامه په هېواد کې د مېرمنو د وړتیاوو لوړلو او اقتصادي غوړېدا په موخه پراخ فعالیتونه پیل کړي دي او هلې ځلې کوی چې، بېوزله کلیوالې مېرمنې سره مالي او تخنیکي مرستې وکړي تر څو په راتلونکې کې دغه مېرمنې پر ځان بسیا خپله او کورنۍ یې روښانه راتلونکې ولري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو. . .

بازگشت