پکتیا کې یوشمېر مالداران وروزل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۰:۳۷
پکتیا کې یوشمېر مالداران وروزل شول

۱  لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۸ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند د مالدارۍ او حيواني روغتيا آمريت له لورې د پکتیا مرکز اړوند خطابې کلي کې ۱۰ تنو مالداران د حيواني خوراکې(سايليج) جوړولو په برخه کې وروزل شول.
دپکتیا دکرنې ریاست د تغذیې مدیر عزت الله صدیقي وایي یاده حیواني خوراکه د شنو وښو څخه جوړېږي، مالدارانو ته ډېر اقتصادی تمامیږی، د څارویو لپاره ډېره ګټوره ده او د محصولاتو په زیاتوالی کې مهم رول لري.
ښاغلی صدیقي زیاته کړه که چېرې مالداران غواړي چې نوموړی خوراکه د خپلو څارویو لپاره چمتو کولو لارې چارې زده کړي د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ آمریت ته د مراجعه وکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۲۲
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه ولسوالی کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت کرنیز ماشین‌آلات ووېشل شول؛ د میکانیزه کرنې د پیاوړتیا په‌پار مهم ګام

۱۰ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډنمارک د کډوالو نړۍوالې ادارې «ډي‌ارسي» په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۹:۲۱
Background image

کرنې وزارت کې د ننګرهار کانال امارتي شرکت د رهبرۍ پلاوي غونډه دایره شوه

۱۰ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کانال امارتي شرکت د رهبرۍ پلاوي غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۳۸
Background image

د ننګرهار اچین کې د کانال جوړولو چارې پیل شوې؛ سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره  په همغږۍ، د ډنمارک د کډوالو ادارې «ډي‌آرسي» له لوري د اچین ولسوالی د مکتب کلي د. . .

بازگشت