پکتیا کې ٥٨٨ اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړ شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۲ - ۱۵:۳۵
پکتیا کې ٥٨٨ اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړ شول

۱۲ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د  کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره دناروې کمېټې په همکارۍ ددې ولایت مرکز ګردیز په بېلابېلو کلیو کې ٥٨٨ تنو هغه مېرمنو  ته چې د کورنۍ د ګټي وټې مسولیت ور تر غاړي دي د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار دوی ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول.
د پکتیا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی عبدالرؤف سعید وویل، چې هرې ګټي اخیستونکې  ته ۳۰ قطعې کورني چرګان، ۲۰۰ کیلوګرامه د چرګانو خوراکه او د چرګانو روزنې اړونده توکي ورکړل شوي دي.
ښاغلی سعید وویل، چې د چرګانو د ورکړې موخه دا ده ترڅو په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینه هم برابره شي؛  ترڅو د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.
د پکتیا دکرنې رییس د اړمنو کورنيو لپاره د چرګانو د فارمونو جوړول د اقتصادي پياوړتيا لپاره اغېزناک وبلل او په دې برخه کې يې د افغانستان لپاره د ناروی کمیټی هڅې وستايلې، نوموړي له ګټه اخيستونکو وغوښتل چې سمه ګټه ترې پورته او پالنې ته پاملرنه وکړي.
دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو پاللو، ناروغیو مخنیوي  د واکسینونو تطبیق کولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۳۸
Background image

د ننګرهار اچین کې د کانال جوړولو چارې پیل شوې؛ سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره  په همغږۍ، د ډنمارک د کډوالو ادارې «ډي‌آرسي» له لوري د اچین ولسوالی د مکتب کلي د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۲
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې. . .

بازگشت