پکتیا کې لسګونو بزګرانو سره د غنمو اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او کرنیزو توکو مرسته شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۸:۴۱
پکتیا کې لسګونو بزګرانو سره د غنمو اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او کرنیزو توکو مرسته شوه

د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په هېود کې د اغیزناکو او تلپاتو روغتیایی خدمتونو همکارۍ مؤسسې (هیلتو) په همکارۍ او د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ  ددې ولايت په مرکز ګردیز اړوند مهلن کلي او روحاني بابا ولسوالۍ کې ۵۰  اړمنو بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شويو تخمونو،کيمياوي سرو او کرنیز توکو مرسته وکړه.
په يادو مراسمو کې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست  دبڼوالۍ مدیر سنګر مل جلالي، په هېواد کې د اغېزناکو او تلپاتو روغتیایي خدمتونو مؤسسې (هیلتو) مسئولینو، بزګرانو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.
د وېش په مراسمو کې د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست دبڼوالۍ مدیر سنګر مل جلالي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د (هیلتو) موسسې له کړنو  څخه مننه وکړه او بزګرانو ته یې وویل، چی کوښښ وکړئ یاد اصلاح شوی تخمونه په خپلو ځمکو کې وکرئ تر څو ښه حاصل ترلاسه کړئ.
ښاغلی جلالي زیاته کړه، چې د ياد پروګرام له تطبيق څخه يې موخه د اړمنو بزګرانو پر پښو درول دي، نوموړي له بزګرانو وغوښتل، چې پر خپلو ځمکو يې وکري، ترڅو اقتصادي وضعيت يې ښه شي.
ورپسې د (هیلتو) همکارې  موسسې  استازی په خپلو خبرو کې وویل، چې د ياد پروګرام له لارې هر بزګر ته ۵۰ کيلو ګرامه اصلاح شوي د غنمو تخم، ۵۰ کيلو ګرامه توره سره، ۱۰۰ کیلو ګرامه سپینه سره او  کرنیز کیټونه چې شل قلم جنسه پکې شامل دي په وړيا ډول ورکړل شوي دي.
د یادولو وړ ده، چې تر دی وړاندې یادو بزګرانو ته د یادې  موسسې مسئولینو له لورې د  اصلاح شوي غنمو کښت، د سرې د استعمال او د ښاخه بري په برخه کې زده کړې هم ورکړل شوي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت