پکتیا کې د څارویو کلینیکونه او  درملتونونه وڅارل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۴ - ۹:۵۴
پکتیا کې د څارویو کلینیکونه او  درملتونونه وڅارل شول

۲۴ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
دپکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت مسلکي کارکوونکو لخوا په دې ولایت کې یو شمېر حیواني کلینیکونه وڅارل شول.
د یادې څارنې په ترڅ کې ددغو کلینیکونو چارواکو ته سپارښتنې وشوې ترڅو له نسخې پرته د درملو پلورلو څخه ډډه وکړي، ددې ترڅنګ په دې څارنه کې د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو تشخیص، د درملتونونو پاکوالي او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس د درملتونونو د جوازونو څارل شامل دي.
دغه راز د یادو روغتونونو د مسؤلینو د کار جوازونه، د مسلکي وړتیاو سندونه او کار کولو کړنلارې و ارزول شوې او په بېلابېلو برخو کې ورته لازمې سپارښتنې وشوې.
د دغې څارنې او ارزونې څخه موخه داده ترڅو د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو د پلور مخه ونیول شي، مالدارانو ته نسخې ورکولو،  په خپل سر ددرمل پلورنځیو پرانستلو او د غير قانونې درملو مخنيوی وشي.
ددې څارنې او ارزونې په ترڅ کې له بېلابېلو حیواني درملتونونو څخه  ۳۰ قلمه تاریخ تېر حیواني درمل ټول شوي دي.
د پکتیا دکرنې ریاست د چارواکو په خبره د حیواني کلینیکونو او درملتونونو د څارنې لړۍ روانه او ددې ولایت نورو سیمو کې هم پلي کېږي، ترڅو هېوادوالو ته غوره چوپړتیاوې وړاندې شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۸
Background image

ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ په بېلا بېلو برخو کې پروژې پلي کېږي

۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د ملګرو ملتونو او د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۸:۵۴
Background image

د کرنې وزارت کې د مخابراتي انتنونو د تثبیت غونډه ترسره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې د مخابراتي انتنونو د تثبیت او تنظیم په موخه غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

بازگشت