پکتیا کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوی کړنې 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۴:۳
پکتیا کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوی کړنې 

۲ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق 
د پکتیا ولایت د اماراتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي کمېټې غړي په دې ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او بېرته راګرځولو په پار هلې ځلې کړندي کړي دي. 
ددغو هلو ځلو په دوام د پکتیا ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي احمد ابا، سیدکرم او میرزکې ولسوالیو ته سفر تر سره کړ.
په یاد سفر کې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو ګرځنده ټیم چې په ترکیب کې یې د پکتیا د تخنیکي پلاوی رییس مولوي عبدالرؤف سعید، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت رییس مولوي احمدشاه رهبر او د کدستر انجنیر نوید اشتراک درلود، چې په سید کرم ولسوالۍ کې یې د ډاکتر محمدخان ولد بهرام خان د مدعی بها ځمکې چې مساحت یې څلورجریبه او دری بسوه وه چې پخوا ورباندې د تخنیکي پلاوی لخوا کار بند شوی وه نن ورځ یې د ګرځنده ټیم لخوا هیئتي ترسره شوه چې د یادې مدعي بها سکیج، کروکي، مساحت، نوعیت، کیفیت او حد فاصل په دقیق ډول باندې راواخیستل شو او همدارنګه یې د کاریزونو څخه هم لیدنه تر سره شوه.
 دغه راز  احمد ابا ولسوالی کې د دوه برمو کاربند شو چې د ټیکه دار په وینا چې د یادی ځمکې متصرف عبدالله ولد لعل پاچا لخوا د ۲۵ برمو قرداد ور سره شوې ده، چې له دې ډلې څخه یې د یوې کار بشپړ او په بله باندې کار روان وه، چې په ټولو باندی کار بند شو.
بلخوا د سیدکرم ولسوالی کې په یو تن متصرف احمد جان ولد اختو جان چې نوی کلا یې ابادوله کار بند شو.
همداراز میرزکې ولسوالی کې د دینه باز او نوروز د غره د حقوقي دعوی دوسیه چې د قضایاوو امارت لخوا د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو سکرتریت ته د امارتي اشتباه د رفع په منظور رامحول شوې وه ارزونه ترسره شوه، چې په لړ کې د یاد غره سکیج او کروکي هم راواخیستل شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت