پکتیا کې د پیازو او کچالو د ۸۱ زېرمتونونو د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳۱ - ۱۶:۵۲
پکتیا کې د پیازو او کچالو د ۸۱ زېرمتونونو د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي
 
۳۱ چنګاښ ۱۳۹۹
د پکتیا په ولایت کې د کرنیزو محصولاتو دمدیریت د پروژې اړوند د کچالو او پیازو د ۸۱ صفر انرژۍ سړوخونو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې تر راتلونکو میاشتو پورې به یې ودانیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دغو جوړېدونکو سړوخونو کې د کچالو ۴۰ بابه او د پیازو ۴۱ بابه صفر انرژۍ سړې خونې شامل دي، چې د پکتیا مرکز ګردیز ترڅنګ ددې ولایت په احمداباد، سیدکرم، میرزکه او زرمت ولسوالیو کې جوړیږي.
د چارواکو په خبره تردې مهاله د کچالو د ۴۰ بابه صفر انرژۍ سړوخونو د جوړولو چارې ۴۵ سلنه او د پیازو د ۴۱ صفر انرژۍ سړوخونو د جوړولو چارې ۲۵ سلنه پرمخ تللي، چې په لنډه موده کې به یې ودانیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
دیادو پروژو د پلي کېدو موخه د کرنیزو محصولاتو مدیریت او ساتنه، د کار زمینې برابرول او په ټوله کې د خلکو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۲:۹
Background image

نورستان کې د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت مرکز پارون اړوند د ډیوه کلي کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۱۷
Background image

ننګرهار کې د چپرهار د یوه سیفون د ترمیم چارې د نږدې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت پیلېږي

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار کې د چپرهار د یوه سیفون د ترمیم چارې پیلېږي. د معلوماتو له مخې، پر دغه پروژه شاوخوا ۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او ټاکل شوې چې د ۷۵. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۱۵
Background image

د پکتیکا ګومل کې ۸ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د «هیلټو» مؤسسې له لوري، چې مالي ملاتړ یې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي». . .

بازگشت