پکتیا کې د غوزانو د ځنګلونو د بیارغونې په پار هڅې

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱/۲۷ - ۱۷:۱
پکتیا کې د غوزانو د ځنګلونو د بیارغونې په پار هڅې


۲۷ وری ۱۳۹۹
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې دوی په دې ولایت کې د غوزانو «چهارمغزو» د ځنګلونو د بیارغونې په پار هلې ځلې کوي او د دغو ځنګلونو د بیارغونې په پار یې د چهارمغزو ۵۸ زره او ۳۳۵ نیالګي ايښي دي او ترڅنګ یې په دې ولایت کې د جلغوزې او غوزانو قوریې هم جوړې کړي دي.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې له لورې د پکتیا ولایت په احمد اباد او سیدکرم ولسواليو کېد چهارمغزو ۵۲ زره نیالګي  کېنول شوي دي او دغه راز ددې ولایت د ډنډ پټان په ولسوالۍ کې د چهارمغزو شپږ زره او ۳۳۵ نیالګي اېښودل شوي دي او ۱۳ زره او ۶۶۵ نیالګي به د روان کال په مني کې کېښودل شي.
د پکتیا د کرنې رییس په يادو ولسواليو کې د چهارمغزو د کېنولو پروژه يوه بنسټیزه او اړینه پروژه ياده کړه او ويې ويل چې د ځنګلونو په بیارغونه او پراختیا کې به مهم رول ولوبوي. 
په ورته وخت کې د کرنې وزارت د ټولنې په کچه د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې (FAO/GEF)   له خوا د پکتیا د احمد اباد ولسوالۍ ۳۵ تنه قوریه لرونکي د ځنګلونو د ښه مدیریت، ساتنې او بیارغونې په برخه کې روزل شوي دي.
 ددې ترڅنګ د یادې پروژې له خوا په احمد اباد ولسوالۍ کې د ځنګلونو د مدیریت اووه ټولنې هم جوړې شوي دي، چې هرې ټولنې ته پنځه کورني قوریې، چې ټول یې ۳۵ قوریې کیږي هم جوړې شوي دي.
پکتیا د افغانستان د جلغوزیو او چارمغزو د ځنګلونو له برخمنو ولايتونو څخه دي، چې د دغو ځنګلونو یوه برخه له منځه تللې، خو اوس د کرنې وزارت د جلغوزیو ځنګلونو د بيا رغونې په هڅه کې دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو بزګرانو مرستې ووېشل شوې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي او اروپایي تولنې په مالي لګښت په د دره نور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې ۱۵۰ مستحقو بزګرانو ته د هوږې کرکیلې تشویقي کیټونه ووېشل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق  
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د بزګرانو د ملاتړ او کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۰
Background image

د پکتیا په اوو ولسوالیو کې پر ۹۰۰ بزګرانو د سبو تخمونه، شنې خونې او د سبو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د افغان سوله جوړونکې مؤسسې په همکارۍ، د دې ولایت د مرکز ګردېز او اړوندو ولسوالیو احمدابا،. . .

بازگشت