پکتیا کې د غنمو ۳۰ ننداریزې کروندې جوړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۱:۱۲
پکتیا کې د غنمو ۳۰ ننداریزې کروندې جوړېږي

۱۶ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم، ځاځی اریوب، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د اصلاح شوو غنمو ۳۰ ننداریزې کروندې جوړېږي.
په همدې موخه نن د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کې د ځانګړيو مراسمو په ترڅ کې بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم، توره او سپینه سره ووېشل شوه.
د وېش پر مهال د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمر عبدالله حلیمزی وویل، د پکتیا مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم، ځاځی اریوب، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو ۳۰ تنه مخکښه بزګرانو هر یوه ته، ۲۵ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۲۵ کیلو ګرامه توره سره او ۵۰ کیلو ګرامه یوریا سپینه سره ورکړل شوه.
ښاغلي حلیمزی زیاته  کړه، چې ددغو ننداریزو کروندو له کښت کولو څخه مو موخه داده، چې له یوې خوا بزګرانو ته ددې ارزښت وښایو چې نورو سیمه ییزو تخمونو څخه زیات حاصل ورکوي او له شیندلي شکل څخه کتاري بڼه کرونده ښه پایله ورکوي او بل داچې بزګرانو ته د ننداریزو کروندو اهمیت په نښه  او راتلوونکې کې همدا ډول کروندو ته مخه کړي.
 د پکتیا دکرنې ریاست د غله جاتو مدیر سیدالله وویل، چې دیادو ننداریزو کروندو لپاره له وړاندې سروې ترسره شوې وه، چی مخکښ بزګران او په شرایطو برابره ځمکه ورته انتخاب شوې وه.
همدارنګه  د یادو مرستو د وېش څخه وړاندی ګټه اخیستونکو بزګرانو ته ددغو کروندو د کرلو څخه تر حاصلاتو راټولو پورې لارښوونه هم وشوه.
په پای کې ګټه اخیستونکو بزګرانو خوښي وښوده، چې ورته دغنمو ننداریزې کروندې جوړېږي، دوی د پکتیا ولایت د کرنې ریاست هڅې د یوې پرمختللې کروندې لپاره ګټورې وبللې.
د یادونې وړ ده، چې دغه ۳۰ ننداریزې کروندې په ۳۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي.


ایجاد ۳۰ مزرعۀ نمایشی گندم در ولایت پکتیا
۱۶ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیا از ایجاد ۳۰ مزرعۀ نمایشی گندم اصلاح‌شده در مرکز گردیز و ولسوالی‌های احمدآبا، سیدکرم، ځاځی‌اریوب، زرمت و روحانی‌بابا این ولایت خبر می‌دهد.
به همین منظور، امروز در یک مراسم ویژه در ریاست زراعت، آبیاری و مالداری پکتیا، به دهاقین تخم‌های اصلاح‌شدۀ گندم و کودهای کیمیاوی توزیع گردید.
عبدالله حلیم‌زی، آمر امور زراعتی ریاست زراعت پکتیا، گفت که به ۳۰ تن از دهاقین پیشتاز در ولسوالی‌های یادشده، به هر یک ۲۵ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده گندم، ۲۵ کیلوگرام کود سیاه و ۵۰ کیلوگرام کود سپین (یوریا) توزیع شده است.
او افزود که هدف از ایجاد این مزارع نمایشی، نشان دادن ارزش و برتری تخم‌های اصلاح‌شده نسبت به تخم‌های محلی و تشویق دهاقین به استفاده از روش‌های نوین کشت، از جمله کشت خطی به‌جای شیندلی است، زیرا این روش نتیجه و حاصل بهتری دارد.
سیدالله، مدیر غله‌جات ریاست زراعت پکتیا، گفت که پیش از ایجاد این مزارع، سروی مقدماتی انجام شده و دهاقین پیشتاز و زمین‌های مناسب برای این برنامه انتخاب گردیده است.
همچنان، پیش از توزیع کمک‌ها، به دهاقین مستفید در مورد طرز کشت و مراقبت تا زمان برداشت حاصلات، آموزش و رهنمایی لازم داده شد.
در پایان، دهاقین مستفید از این برنامه ابراز خرسندی کرده و ایجاد مزارع نمایشی گندم را گامی مؤثر در راستای توسعه زراعت در ولایت پکتیا دانستند.
قابل یادآوری است که این ۳۰ مزرعۀ نمایشی در مجموع در ۳۰ جریب زمین ایجاد می‌گردد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت