پکتیا کې د جلغوزې او غوزانو د ځنګلونو د بیارغونې په پار کورني قوریې جوړیږي

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۸ - ۱۱:۲۹
پکتیا کې د جلغوزې او غوزانو د ځنګلونو د بیارغونې په پار کورني قوریې جوړیږي

۲۸ لړم ۱۳۹۸
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د دې ولایت د طبیعي ځنګلونو د خوندي کولو او بیا رغونې په پار هلې ځلې کړندي کړي دي، په همدې موخه د پکتیا ولایت د جلغوزیو او چهارمغزو د ځنګلونو د بیارغولو په پار د ددې ولایت د ښواک ولسوالۍ خلکو ته د ۷۲ کورنیو قوریو د جوړولو د پروژو چارې رسماً پیل شوې.
په ښواک کې د ۷۲ کورنیو قوریو د جوړولو په پار پر هر قوریه لرونکي ۳۳.۷ کيلو دچهارمغزو تخم، دوه کیلو د جلغوزې تخم،۱۳ کيلو ګرامه سپينه سره، ۱۳ کيلو ګرامه توره سره، يو دانه پلاستیکي اوبه شیندونکی، دوه دانې بیلچې او لاستي، دوه دانې د خشاوې وسایل،۳۲ متره پلاستیک، يو کیلو تار، یو دانه ۱۰ لیتره د درمل شیندلو ماشین، يو لیتر د ناروغیو او آفاتو د کنټول درمل او ۱۸ دانې پلاستکي کڅوړې وویشل شوې.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې دوی په دې ولایت کې د جلغوزیو او غوزانو «چهارمغزو» د ځنګلونو د بیارغونې په پار هلې ځلې کوي او د دغو ځنګلونو د بیارغونې په پار یو شمېر قوریه لرونکو ته روزنیز پروګرامونه هم جوړ کړي او ترڅنګ یې په دې ولایت کې د جلغوزې او غوزانو قوریې هم جوړې کړي دي. د یادو چارواکو په خبره ددې ولایت په اوو ولسوالیو کې د جلغوزو او چهارمغزو ۴۲۵ قوریې جوړیږي.
ددغو ۴۲۵ قوریو له ډلې ۳۶۰ هغه یې د کرنې ریاست له خوا د ښواک، ګرده څېړی، څمګنی، ځاځی اریوب او جانیخېلو ولسوالیو کې او ۶۵ نور یې د کرنې وزارت د ټولنې په کچه د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې (FAO/GEF) په همکارۍ د سید کرم او احمد اباد په ولسوالیو کې جوړیږي.

پکتیا د افغانستان د جلغوزیو او چارمغزو د ځنګلونو له برخمنو ولايتونو څخه دي، چې د دغو ځنګلونو یوه برخه له منځه تللې، خو اوس د کرنې وزارت د جلغوزیو ځنګلونو د بيا رغونې په هڅه کې دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو بزګرانو مرستې ووېشل شوې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي او اروپایي تولنې په مالي لګښت په د دره نور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې ۱۵۰ مستحقو بزګرانو ته د هوږې کرکیلې تشویقي کیټونه ووېشل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق  
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د بزګرانو د ملاتړ او کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۰
Background image

د پکتیا په اوو ولسوالیو کې پر ۹۰۰ بزګرانو د سبو تخمونه، شنې خونې او د سبو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د افغان سوله جوړونکې مؤسسې په همکارۍ، د دې ولایت د مرکز ګردېز او اړوندو ولسوالیو احمدابا،. . .

بازگشت