پکتیا کې د آبرېزې جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۳۰ - ۱۱:۲۹
پکتیا کې د آبرېزې جوړولو چارې پیل شوې


۳۰ تله ۱۳۹۹
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د اړیکو دفتر په همکارۍ ددې ولایت د دَرې په سیمه کې د آبرېزې د جوړولو چارې پیل کړي دي.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدالدین مومند وویل، چې دغه آبرېزه خاورینو حوضونو ته ورته جوړیږي، چې په کې به د چهارمغزو، زردالو او بادامو پنځه زره او ۲۰۰ نیالګي کېښودل شي.
ښاغلی مومند وویل: «دغه آبرېزه د خاورینو حوضونو په ډول جوړیږي او په کې د چهارمغزو، زردالو او بادامو پنځه زره او ۲۰۰ نیالګي اېښودل کیږي، چې له یوې خوا به مو ځنګلي سیمې بیا ورغول شي او له بلې خوا د یادې سیمې خلکو ته د ۱۱ زره او ۵۵۰ کاري ورځې فرصت برابره شي او ترڅنګ یې د ځنګل لرونکو اقتصادي اړتیا د پوره کولو په پار کار وشي.»
د پکتیا د کرنې رییس وویل، چې ددې آبرېزې په سمه کې به ۳۰ کیلو د زیرې تخم، ۵۰۰ کیلو د رشقې تخم، ۱۱ کیلو د اترفلکس تخم، ۲۰۰ کیلو د شاخل تخم او د مېوه لرونکو او بې مېوې ونو ۶۰ کیلو تخم په مستقیم ډول وکرل شي.
ددې ترڅنګ د یادې سیمې په نیم جریبه ځمکه کې د مثمر او غیر مثمرو نیالګیو قوریه جوړیږي او د نیالګیو د خړوبولو لپاره به د خړوبولو منظم سیسټم هم جوړ شي.
ددې پروژې ټولیزه بودیجه اته میلیونه او ۵۲۰ زره او ۱۲۷ افغانۍ ده، چې ۸۲ سلنه یې د ټولنیزې پراختیا او تلپاتې معیشت پروګرام او ۱۸ سلنه نور یې د دَرې ځنګل لرونکي ټولنې له خوا ورکول کیږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت