پکتیا ولایت ته د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال سفر

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۱۴:۳۸
پکتیا ولایت ته د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال سفر

۲۲ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان د ځنګلونو د ساتنې په موخه د کرنې وزارت د یوه پلاوي په مشرۍ پکتیا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د پکتیا له والي ملا محمد خان دعوت سره یې وکتل.
دغه سفر د ځنګلونو د ساتنې او د ځنګلونو د وهلو مخنیوي په موخه د پکتیا ولایت د سیمه ییزو چارواکو او مخورو سره د همغږۍ د رامنځته کولو او د ځنګلونو د ساتنې د ټولنو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوی دی.
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د پکتیا له والي ملا محمد خان دعوت سره د لیدنې پر مهال د خپل سفر موخه څرګنده کړه او د طبیعي سرچینو د ساتنې او پراختیا په برخه کې یې د پکتیا ولایت د سیمه ییزو چارواکو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د پکتيا والي د کرنې وزارت له برنامو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او ډاډ يې ورکړ چې د طبيعي سرچینو د ساتنې او د ځنګلونو د وهلو د مخنيوي په برخه کې به د کرنې وزارت له کارکوونکو سره همکاري وکړي.
ددې سفر په ترڅ کې دکرنې وزارت د خوندي شویو سیمو رییس مولوی طارق عظیم او د اوبو او هوا اغېزو سره د کرنې او مالدارۍ سکټور د سازګارۍ رییس مولوی عبدالمنان معاصر دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمدفیضان ملتیا کوله.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت