په کندهار کې ۸۵ مالدارانو ته د ژمنۍ خوراکې جوړولو روزنه ورکړل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۴:۵۲
په کندهار کې ۸۵ مالدارانو ته د ژمنۍ خوراکې جوړولو روزنه ورکړل شوه

۲۹ لړم ۱۴۰۳هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په رهبرۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ، د پنجوایي ولسوالۍ د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې، ۸۵ مالداران د ژمنۍ خوراکې (یوریا تریتمنت) جوړولو په موخه وروزل شول.
دغه خوراکه، چې د نایتروجن په موادو بډایه ده، د ژمي په موسم کې د څارویو لپاره کارول کېږي. د دې خوراکې ارزښت په دې کې دی چې نه یوازې ارزانه ده، بلکې د څارویو پر ودې او تولید یې اغېز ډېر دی. دې طریقه به مالدارانو ته د ګران بیه خوراکي موادو مناسب بدیل وي او د مالدارۍ تولیداتو په زیاتولو سره به د دوی اقتصادي وضعیت ښه کړي.
د ژمنۍ خوراکې د جوړولو پروسه داسې ده چې سپینه سره په اوبو کې حل کېږي او بیا په واښه یا پروړو باندې پاشل کېږي. دا مواد له ۲۰ تر ۲۵ ورځو پورې د خاورو لاندې ساتل کېږي، ترڅو یوریا په اغېزمن ډول جذب شي. له دې پروسې وروسته، دغه خوراکه څارویو ته ورکول کېږي.
قابل یادونه ده چې د هالنډ کمېټه پلان لري چې د کندهار په ډنډ، ارغنداب او پنجوایي ولسوالیو کې ۲۰۰ نورو مالدارانو ته هم د ژمنۍ خوراکې جوړولو طریقه په ډله‌ییز ډول وښيي، ترڅو د مالدارۍ سکتور پرمختګ وکړي او مالداران په کم لګښت خپل اقتصادي وضعیت ښه کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۸:۵۶
Background image

د کندهار ولایت د کرنې ریاست نوی رییس معرفي شو

۳ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبت‌الله حفظه الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، الحاج مولوي عبدالرشید منیب د کندهار د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۸:۵۵
Background image

په افغانستان کې د درېیو معیاري سړو خونو د ځای ټاکلو لپاره د چین د ولسي جمهوریت د پلاوي تخنیکي سروې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د چین د ولسي جمهوریت ترمنځ د تخنیکي همکاریو په اډانه کې، د چین تخنیکي پلاوی افغانستان ته راغلي او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې د درې معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

کندهار کې یوشمېر بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول

۳ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې ریاست له لوري د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې ۲۰تنو بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو د کرلو. . .

بازگشت