په کندهار کې د ۳۷۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته غوښو د قاچاق مخه ونیول شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۴:۴۸
په کندهار کې د ۳۷۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته غوښو د قاچاق مخه ونیول شوه

۲۹ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د سپین بولدک ولسوالۍ د قرنطین مسؤلینو او امنیتي ځواکونو په همغږۍ د ۳۷۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته او بې‌هویته د چرګ غوښو او جګر د قاچاق مخه ونیوله. دغه غوښې هڅه کېدله چې د سپین بولدک فرضي کرښې له لارې کندهار ښار ته راوړل شي او په خوراکي پلورنځیو، قصابیو او هوټلونو کې وپلورل شي.
د قرنطین مسؤلینو ویلي چې یو تن غوښتل دغه بې‌کیفیته غوښې او جګر کندهار ته انتقال کړي، خو د امنیتي ځواکونو په همکارۍ یې هڅه شنډه شوه.
د مالدارۍ آمریت له کندهاري ښاریانو، د خوراکي پلورنځیو او هوټل لرونکو څخه غوښتنه کړې چې یوازې تازه غوښې له قصابیو څخه وپېري او د چمتو شوې کوفتې او بې‌کیفیته غوښو له اخیستلو ډډه وکړي.
یاده دې وي چې په دې وروستیو کې د مالدارۍ آمریت او امنیتي مسؤلینو د بې‌کیفیته غوښو د قاچاق په وړاندې خپل اقدامات زیات کړي دي. تېره اوونۍ هم د سپین بولدک فرضي کرښه کې د ۴۵ کیلوګرامه بې‌کیفیته غوښو د قاچاق مخه نیول شوې وه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت