په پنځو ولایتونو کې د ځمکو د تصفیې پلاوی د راپورورکونې غونډه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۹:۲۹
په پنځو ولایتونو کې د ځمکو د تصفیې پلاوی د راپورورکونې غونډه

په هغه غونډه کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو د عمومي ریاست په مقام کې جوړه شوې وه، د تصفیې ټيمونو په کندهار، خوست، پکتیا، پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کې د سکرو د ډبرو بارول، پروسس او بسته بندۍ لپاره د مالیې وزارت د ګمرکونو د ځمکو د تصفیې په اړه خپل راپور وړاندې کړل.
په دې غونډه کې د تصفیې او ملکیتونو دحقونو د تثبيت رییس مولوي محمود حمیدي، د ملکیتونو د حقونو د تصفیې او تثبيت آمر عبدالرب صمدي او یادو ولایتونو ته د تصفیې ټیمونو راغلي پلاوي په جلا جلا توګه د ځمکو ادارې عمومي رییس ته خپله راپور وړاندې کړل.
د ځمکو د تصفیې ټيم په ننګرهار ولایت کې د مالیې وزارت د پلان شوې نقشې له مخې یادې سیمې ته په ټولیزه توګه ۶۰۰ جریبه ځمکه تصفیه کړې، چې اسناد یې د تخنیکي پلاوی له تصویب وروسته محکمې ته وړاندې کړي چه د محکمې له پریکړې وروسته، دا ځمکه به شخصي او یا هم امارتي تثبت شي.
دغه راز په پکتيا ولايت کې ١١١٢،٣٣ جريبه ځمکه، په پکتيکا ولايت کې ٣٣٦،٢٢١ جريبه، په خوست ولايت کې ٥٤٠،٣٣١ جريبه او په کندهار ولايت کې ١٥٠٠ جريبه ځمکه تصفیه شول، چې يادې شوې ځمکې د تصفیې د تخنيکي ټيم له نظره وروسته امارتي تثبيت شوې ده.
د ځمکو ادارې عمومي رییس ملا عبدالرحمن رحماني د تصفیې له ټیمونو مننه وکړه او د هر ډول همکارۍ ژمنه یې هم وکړه او په ټولو کاري برخو کې یې پر شفافیت ټینګار وکړ.

جلسه گزارش دهی هیئت تصفیه زمین در پنج ولایت کشور
جلسه که در ریاست عمومی اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار گردید هیئت‌های تصفیه گزارش کاری خویش را پیرامون تصفیه زمین برای گمرکات وزارت مالیه جهت بارگیری، پروسس و بسته بندی ذغال سنگ در ولایت‌های قندهار، خوست، پکتیا، پکتیکا و ننگرهار اراییه نمود.
در این مراسم مولوی محمود حمیدی رئیس تصفیه و تثبیت حق مالکیت، عبدالرب صمدي آمر تصفیه و تثبیت حق مالکیت و هیئت اعزامی تیم‌های تصفیه به ولایات متذکره  گزارش کاری خویش را به طوری جداگانه بیان نمودند.
هیئت تصفیه زمین ساحه متذکره را برویت نقشه پلانی وزارت مالیه در ولایت ننگرهار مجموعأ ۶۰۰ جریب زمین مورد تصفیه قرار گرفته که اسناد آن بعد از تایید نظر هیئت تخنیکی به محکمه محول گردید که بعد از فیصله محکمه زمین یاد شده شخصی و یا هم امارتی تثبیت خواهد شد.
همچنان در ولایت پکتیا مجموعۀ ۱۱۱۲،۳۳ جریب زمین، در ولایت پکتیکا ۳۳۶،۲۲۱ جریب زمین، در ولایت خوست ۵۴۰،۳۳۱ جریب و در ولایت قندهار مجموعأ ۱۵۰۰ جریب زمین تصفیه گردید که زمین‌های متذکره بعد نظر هیئت تخنیکی مکمل امارتی تثبیت گردید.
ملا عبدالرحمن رحمانی رئیس عمومی ریاست اراضی  وزارت زراعت با ابراز امتنان از تیم های تصفیه وعده هرگونه همکاری را نموده بر رعایت شفافیت در تمام عرصه های کاری تاکید نمود.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۹:۱۰
Background image

کابل کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پیل شو

د کرنې، وزارت له لوري د کابل په بادام‌باغ کې د «نیالګي کېنول، صدقه جاریه ده» تر شعار لاندې د نیالګي کېنولو پسرلنی ملي کمپاین پیل شو. د کمپاین د پیل په مراسمو کې د کرنې، اوبو لګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۵۱
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۲۵ سرې غواوو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۲۱
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا د کندهار د اوبو رسولو ریاست ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ا.ا.ا د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري، د کندهار. . .

بازگشت