په هېواد کې د پنبې د تولید د معیاري کولو په موخه غونډه دائره شوه
۱۵ وږي ۱۴۰۲ه.ش
۲۰ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه.ق
په بلخ کې د پنبې د تولید د معیاري کولو په موخه د مالوچو تولیدونکو او صادرونکو ټولنو له خوا د کرنې وزارت په همغږي د څه باندې پنځه زره بزګرانو، متشبثینو او سیمه ییزو چارواکو په په شتون کې غونډه دائره شوه.
په تېرو کلونو کې د پنبې کروندګرو د پنبې د راټولولو پر مهال له پلاستیکي کڅوړو کار اخیستل، چې له امله یې له پنبې سره پلاستیکي تارونه یو ځای کېدل او د هېواد دننه او بهر د افغاني پنبې د نه پروسس او صادرېدو لامل کېدل.
د افغانستان د پنبې د تولید د معیاري کولو په پآر له ډېرو هڅو وروسته د کرنې وزارت د چارواکو او د پنبې د تولیدونکو او پروسس کوونکو ټولنو ترمنځ غونډه دائره شوه او د دې غونډې په ترڅ کې پرېکړه وشوه، چې د پلاستیکي کڅوړو پر کارولو بندیز ولګول شي.
د پورتنۍ پرېکړې له مخې د کرنې وزارت د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د پنبې ټولو بزګرانو ته د یوې متحدالمال له لاری امر کړئ، چې له پلاستیکي بوجیو دې کار نه اخلي، چې د هېواد د پنبې د کروندګرو له خوا ومنل شو او دوی ومنله، چې د پلاستیکي بوجیو پر ځای دې له تاري کڅوړو څخه کار واخلي. او دا تاري کڅوړې د کرنې وزارت په هڅو د هېواد دننه او له هېواده بهر د سوداګرو له خوا بزګرانو ته وړیا ورکړل شي. (داسې، چې بزګران دا بوجۍ پېرې او وروسته تر دې، چې دپنبې حاصلات یې راټول کړل، د بوجیو پیسې بېرته ورته ورکول کېږي.»
د همدغو هڅو په دوام د هېواد د شمالي ولایتونو د څه باندې پنځو زرو بزګرانو، پروسس کوونکو، کارپوهانو، د کرنې رییسانو او سیمه ییزو چارواکو په ګډون یو پروګرام جوړ شو چې په کې بزګرانو ته د پنبې د پروسس او راټولولو معیاري لارې چارې تشریح شول.
په دې پروګرام کې د کرنې وزارت د څېړنو او ترویج سلاکار میرویس خوګیاڼيی او د کرنې وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین رییس انجینر عتیق الله مسلم ګډون کړی و او خبرې وکړې.
په دې پروګرام کې د کرنې وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین رییس انجنیر عتیق الله مسلم د بوټو ساتنې، قرنطین، د پنبې د ناروغیو او افتونو او دکرنې وزارت له خوا د پنبې صادراتو او د پنبې تولید، پروسس او صادراتو په برخه کې د رامنځته شویو اسانتیاوو په اړه خبرې وکړې.
په ورته وخت کې د کرنې وزارت د څېړنو او ترویج سلاکار میرویس خوګیاڼی هم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري پیغام ولوست او د خوړو خوندیتوب، د تولید د سمو لارو چارو او د پنبې د حاصلاتو راټولولو، پروسس او صادرولو په هکله خبرې وکړې.
دا لومړی پروګرام دی، چې د هېواد په شمالي ولایتونو کې د بزګرانو او متشبثینو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه ترسره شو او راتلونکي پروګرامونه د هېواد په شمال ختیځو او جنوبي ولایتونو کې هم د بزګرانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه په پام کې نیول شوي دي.
برگزاری نشستی به منظور معیاری سازی تولیدات پنبه در کشور
۱۵ سنبله ۱۴۰۲ هـ.ش
نشستی از سوی اتحادیه تولید کننده گان و صادر کننده گان پخته در هماهنگی با وزارت زراعت با حضور بیش از پنج هزار دهقان و متشبث و مسوولان محلی به منظور معیاری سازی تولیدات پنه در بلخ برگزار شد.
در سالهای قبل دهقانان پنبه کار در هنگام جمع آوری پنبه از بورجی های پلاستیکی استفاده می کردند که این امر باعث یکجا شدن تار های پلاستیکی گردیده و سبب عدم پروسس و صادرات پخته افغانستان در داخل و خارج از کشور می گردید.
پس از تلاشهای فراون جهت معیاری سازی تولیدات پنبه افغانستان جلسهی میان مسوولان وزارت زراعت و اتحادیه تولید و پروسس کننده گان پخته برگزار شد و بر اساس آن جلسه فیصله صورت گرفت که استفاده از بورجیهای پلاستیکی ممنوع اعلام گردد.
نظربه فیصله فوق طی متحد المالی از سوی وزارت زراعت به تمام دهاقین پنبه کار کشور در ۳۴ ولایت سفارش داده شد که از بورجیهای پلاستیکی استفاده نه نمایند که این موضوع از سوی دهاقین پنبه کار کشور پذیرفته شد و آنها پذیرفتن که به عوض بورجی پلاستیکی از خریطههای نخی استفاده نمایند که این خریطههای نخی به اثر تلاش وزارت زراعت از سوی تجار از داخل و خارج کشور برای دهقانان به گونه رایگان (طوریکه دهقان بورجی را خریداری نموده و پس از آن که پخته را جمع آوری نمود پول بورجی برایشان دوباره واپس میگردد) فراهم می گردید.
به ادامه این تلاشها برنامهی به اشتراک بیش از پنج هزار دهقان، پروسس کننده، متخصص، روئسای زراعت و مسوولان محلی ولایتهای شمالی کشور برگزار گردید که در این برنامه روشهای معیاری پروسس و جمعآوری پنبه برای دهقانان تشریح گردید.
در این برنامه میرویس خوگیانی مشاور تحقیق و ترویج مقام وزارت زراعت و انجینر عتیق الله مسلم رییس حفاظه نباتات و قرنطین وزارت زراعت به نماینده گی از وزارت زراعت اشتراک کرده و سخنرانی کردند.
انجینر عتیق الله مسلم رییس حفاظه نباتات و قرنطین وزارت زراعت در این برنامه در مورد حفاظه نباتات، قرنطین، امراض و آفات پنبه، صادارات پخته و سهولتهای ایجاد شده از سوی وزارت زراعت در بخش تولید، پروسس و صادارت پنبه صحبت نمود.
در همین حال میرویس خوگیانی مشاور تحقیق و ترویج مقام وزارت زراعت نیز پیام مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری را برای حاضرین بیان کرده و در مورد مصونیت غدایی، روش های درست تولید، جمع آوری، پروسس و صادارت پنبه سخن زد.
این اولین برنامهی بود که به منظور آگاهی دهی برای دهاقین و متشبثین ولایتهای سمت شمال کشور برگزار شد قرار است برنامه های بعدی آگاهی دهی برای دهقانان ولایتهای شمال شرق و جنوب کشور نیز برگزار گردد.
