په خاکجبار ولسوالی کې د زعفرانو بزګرانو ته عملي ټرینینګ پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲۴
په خاکجبار ولسوالی کې د زعفرانو بزګرانو ته عملي ټرینینګ پیل شو

په خاکجبار ولسوالۍ کې د زعفرانو کرلو په برخه کې بزګرانو ته عملي ټرینینګ پیل شو. په دې ټرینینګ کې بزګرانو ته د زعفرانو کرلو او پروسس کولو اړوند مهم مهارتونه ور زده کیږي. د دې روزنې هدف د بزګرانو د مهارتونو لوړول او د زعفرانو تولید ته وده ورکول دي.
بزګران په ټرینینګ کې د زعفرانو لپاره د مناسبې ځمکې انتخاب، د ځمکې نقشه، د بوټو او قطارونو ترمنځ فاصله ټاکل، د څارويو او کیمیاوي سرې مناسب مقدار، اوبو ورکول، او د حاصل راټولولو، وچولو او زېرمه کولو مهارتونه زده کوي.
دا په داسی حال کی ده چی  څو ورځې وړاندې د پکو موسسې له لوري د خاکجبار ولسوالۍ ۱۰۰ بزګرانو ته ۲۰۰ کیلوګرامه زعفران او اړوند وسایل د زعفرانو تولید په برخه کې مرسته شوی وه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۶
Background image

د کرنې وزارت او همکارو بنسټونو ترمنځ د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو خونې او د همکارو مؤسسو او دفترونو د استازو ترمنځ د بزګر مېلې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۳۰
Background image

ننګرهار کې د چکډېمونو ډکېدل؛ د کرنې وزارت د اوبو مدیریت پروګرام د بزګرانو لپاره هیله بښونکي پایلې

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو کلونو کې د هېواد په کچه د اوبو د مدیریت، د وچکالۍ د اغېزو د کمولو او د کرنیزو تولیداتو د. . .

بازگشت