په حیرتان بندري ښارګوټي کې د افغانستان او ازبکستان د پلاوو ګډه ناسته دایره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۳:۰
د افغانستان او ازبکستان د پلاوو ترمنځ ګډه ناسته د کرنې، مالدارۍ او د آمو سیند د تحکیماتو په برخو کې د دوه‌اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د بلخ ولایت په حیرتان بندري ښارګوټي کې ترسره شوه.

۱۰ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان او ازبکستان د پلاوو ترمنځ ګډه ناسته د کرنې، مالدارۍ او د آمو سیند د تحکیماتو په برخو کې د دوه‌اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د بلخ ولایت په حیرتان بندري ښارګوټي کې ترسره شوه.
یاده ناسته د آستراس دولتي شرکت په مېلمستون کې د دواړو هېوادونو د اړوندو وزارتونو د مرستيالانو په حضور کې جوړه شوې وه، چې پکې د تخنیکي همکاریو، اوبولګولو، کرنیزې سوداګرۍ او د آمو سیند پر غاړه د تخریبي عواملو د مخنیوي په برخو کې بحث او نظریات تبادله شول.
د ناستې په پیل کې د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت مرستيال مجیب‌الرحمن عمر آخندزاده د ازبکستان له ښه نیت مننه وکړه او د ګډو همکاریو د دوام او پراخوالي غوښتنه یې وکړه. نوموړي د افغانستان اړتیاوې د اوبولګولو، کرنې، سوداګرۍ او ګډو پروژو په برخو کې د ازبکستان له استازو سره شریکې کړې.
ورپسې د ازبکستان د کرنې وزارت مرستيال، ابدوذوکروف جمشید، وویل چې هېواد یې چمتو دی چې د کرنې، کرنتین، څاڅکي اوبولګولو، د بڼونو جوړولو او د آمو سیند پر غاړه د تحکیماتو په برخو کې له افغانستان سره همکاری وکړي او په دې برخه کې یې د جدي تعهد ټینګار وکړ.
تر ناستې وروسته، دواړو پلاوو د آمو سیند له هغو برخو څخه لیدنه وکړه چې د افغانستان خاورې پورې اړه لري، او د طبیعي ویجاړیو د مخنیوي او د ساحلي تحکیماتو په اړه یې د ګډو همکاریو پر لارو چارو خبرې وکړې.

برگزاری نشست مشترک هیئت افغانستان و ازبکستان در شهرک بندری حیرتان
۱۰ ثور  ۱۴۰۴ هـ.ش
نشست مشترک میان هیئت‌های افغانستان و ازبکستان به هدف تقویت همکاری‌های دوجانبه در بخش‌های زراعت، مالداری و تحکیمات دریای آمو در شهرک بندری حیرتان برگزار شد.
این نشست در مهمان‌خانه شرکت دولتی آستراس با حضور معینان وزارت‌های مربوط دو کشور برگزار گردید و روی گسترش همکاری‌ها در بخش‌های تخنیکی، آبیاری، تجارت زراعتی و جلوگیری از تخریبات در امتداد دریای آمو تبادل نظر شد.
مجیب‌الرحمن عمر آخندزاده، معین وزارت انرژی و آب افغانستان، در آغاز این نشست از حسن نیت دولت ازبکستان در قبال افغانستان قدردانی کرد و بر ادامه و گسترش کارهای مشترک تأکید ورزید. وی همچنان نیازمندی‌های افغانستان در بخش‌های آبیاری، زراعت، تجارت و پروژه‌های مشترک را با جانب ازبکستان شریک ساخت.
در ادامه، ابدوذوکروف جمشید، معین وزارت زراعت ازبکستان، از آمادگی کشورش برای همکاری در زمینه‌های زراعت، قرنطین، آبیاری قطره‌ای، احداث باغ‌ها و تحکیمات کنار دریای آمو خبر داد و بر تعهد جدی در این زمینه‌ها تأکید نمود.
پس از نشست، هیئت‌ها از بخش‌هایی از ساحه دریای آمو در خاک افغانستان بازدید کردند و درباره شیوه‌های همکاری مشترک برای تحکیمات سواحل و جلوگیری از تخریبات طبیعی گفت‌وگو کردند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت