پنجشېر کې ۴۶ زره نیالګي اېښودل کېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۳ - ۱۴:۱۳
پنجشېر کې ۴۶ زره نیالګي اېښودل کېږي

۱۳ کب ۱۳۹۹
د پنجشېر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د نیالګیو اېښودو کمپین رسماً پیل شوی دی، چې په ترڅ کې به یې په دې ولایت کې ۴۶ زره مثمر او غیر مثمر نیالګي کېښودل شي.
یاد کمپین د پنجشېر ولایت د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې د پنجشېر ولایت مرکز «فروبل» له کلي څخه پیل شو. د یاد کمپین چارواکو د پنجشېر ولایت له اوسیدونکو وغوښتل چې د اقلیمي وضعیت د ښه والي او د سمسورتیا په پار دې له یاد کمپین سره مرستې او د نیالګیو د څارنې او ساتنې په برخه کې دې جدي پاملرنه وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۲۶
Background image

کندهار کې د شاتو تولید بې‌ساری زیاتوالی؛ د پسرلي په موسم کې ۴۴.۴ ټنه شات تولید او بازار ته وړاندې شو

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې د روان ۱۴۰۵ کال د پسرلي په موسم کې په دې ولایت کې د شاتو تولید د تېر کال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۲۱
Background image

د کرنې وزیر په بهرنیو چارو کې د هند د دولت له وزیر سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، هند جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د هند د بهرنیو چارو او نساجۍ وزارت له مرستیال وزیر، پبیترا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۲۰:۲۱
Background image

د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون د اغېزمن تطبیق په موخه د عامه. . .

بازگشت