هېواد کې د شفتالو د حاصلاتو کچه لوړه شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۹ - ۱۱:۵۸
هېواد کې د شفتالو د حاصلاتو کچه لوړه شوې


۹ زمری ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار ګڼ پروګرامونه پلي کړي دي، چې ورسره په هېواد کې د بڼوالۍ چارې پراخې شوي او بڼوالو ته د ګټې وټې زمینه برابره شوې ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد په ځینو ولایتونو کې د شفتالو عصري بڼونه جوړ کړي او وایي، چې موخه یې ددغې مېوې د عصري بڼونو دودېدل دي.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ د برخې چارواکي وایي، چې افغانستان متنوع اقلیم لري، چې د شفتالو کرکېلي او تولید لپاره مساعد چاپېریال دی.
د کرنې وزارت د تېرکال د شمېرو او مالوماتو پر بنسټ په ټول هېواد کې د شفتالو اته زره او ۷۶ هکټآره لوی او واړه بڼونه جوړ شوي، چې په ۱۳۹۸یم کال کې له دغو بڼونو ۶۱ زره او ۳۶۱ مټریک ټنه شفتالو راټول او بازار ته وړاندې شوي دي. دغه بڼونه د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په همکارۍ جوړې شوي، چې سږکال یې حاصلات د پام وړ ډېر دي.
د چارواکو په خبره سږکال یوازې د هېواد د ختیځو ولایتونو د شفتالو حاصلات لس زره ټنه ده، چې عواید یې ۵۰۰ میلیونه افغانیو ته رسیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر ۱۳۹۸یم کال کې د یادو ولایتونو د شفتالو ټولیز حاصل نهه زره ټنه وه، چې عواید یې ۴۵۰ میلیونه افغانۍ وه. دې ته په کتو د ختیځو ولایتونو د روان ۱۳۹۹یم کال د شفتالو حاصلات د تېرکال په پرتله لس سلنه زیاته شوې ده.
په منظمه توګه اوبه ورکول او د ښاخونو پرې کول، بزګرو ته عامه پوهاوی ورکول، د ناروغیو میخانیکي مخنیوی، موسمي ورښتونو، ښې هوا او له بڼونو څخه په فني توګه څارنه او ساتنه هغه عوامل دي، چې د شفتالو حاصلات زیات شوي او پر وخت بازار ته وړاندې کولو ته چمتو شوي دي.
د کرنې وزارت له خوا دهېواد په یوشمېر ولایتونو کې د شفتالو دعادي بڼونو ترڅنګ د شفتالو ژر پخېدونکي ډول هم بزګرانو ته ورپېژندل شوي او د ژر پخېدونکو شفتالو بڼونه ورته جوړ شوي دي.
دغه ډول شفتالو په (مایکریست کلون نمبر ۶۳۰۳ او A-6 کلون نمبر ۶۲۱۷ ) او «ویوایټ او فلویوایټ» (Flawwhite, Wiowhite)نومونو یادیږي.
«ویوایټ او فلویوایټ» (Flawwhite, Wiowhite) په یوه جریبه ځمکه کې د ۸۰ ونو د کرلو ظرفیت لري. د دغو شفتالوو هره ونه په کال کې ۷۵ کیلوګرامه حاصل ورکوي چې، په دې سره په هره جریبه ځمکه کې د دغو ونو حاصل شپږ زره کیلو ګرامو ته رسیږي.
د «کولن ۶۲۱۷» شفتالو په ۶۹ ورځوکې ثمر ورکوي. یاد شفتالو د کب په ۱۶ مه ګل کوي او د غویي په ۲۴ مه یې مېوه پخیږي او ټولولو ته چمتوکیږي.
د شفتالوو د دې ډول ونه هر ونه یې په کال کې ۴۵ کیلوګرمه حاصل ورکوي چې، په هر هکټاره ځمکه کې به ددې ډول شفتالوو د باغونو حاصل ۲۷ ټنه وي.
د ژر رسو شفتالوو بل ډول «مایکریست» ده چې، هغه هم د ۷۱ ورځو په لړ کې ثمر ورکوي. دغه ونې د کب په ۱۴ مه ګل کوي او د غویي په ۲۴ مه نېټه یې مېوه پخیږي. د دې ډول شفتالو هره ونه ۴۰ کیلوګرامه حاصل کوي چې، په هر هکټاره ځمکه کې یې حاصل ۲۴ ټنو ته رسیږي.
هرکال د پاکستان شفتالو د افغانستان د شفتالو له پخېدو مخکې بازارونو ته وړاندي کیږي، خو د شفتالوو دغه ډول بڼونه چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې جوړې شوي دي د پاکستان له شفتالو څخه مخکې بازار ته رسیږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت