هېواد کې د امو ونو دودولو په پار هڅې؛ ځینو ولایتونو کې یې پایلې مثبتې دي

content_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۱۶:۳۰
هېواد کې د امو ونو دودولو په پار هڅې؛ ځینو ولایتونو کې یې پایلې مثبتې دي

ام د ګرمسېرو او استوایي سیمو مېوه ده، چې نن سبا ور څخه په ټوله نړۍ کې د یوې ارزښتناکې مېوې په توګه ګټه اخیستل کېږي.
په افغانستان کې هم ددې ارزښتناکې مېوې دودولو په پار له تېرو څو کالو را په دې خوا هلې ځلې پیل شوي، چې په یوشمېر ولایتونو له ډلې لغمان، هلمند، ننګرهار او کندهار کې یې پایلې مثبتي او په یادو ولایتونو کې د امو ونو ودې له پاره زمینه مساعده ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د امو ونو دودولو په پار د لغمان په ولایت کې د دغې میوې بڼونه جوړ کړي دي.
د کرنې وزارت دچارواکو په خبره د لغمان په مرکز او یوشمېر ولسوالیو کې یې د ام ۳۰۰ ونې کېنولې دي.
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر محمدجمیل خوشحال وایي، چې ددې ولایت په مرکز او قرغیو ولسوالۍ کې تر نورو سیمو ډېر د امو ونې شتون لري، چې ښه پایله یې ورکړې ده او بڼوال یې له حاصلاتو خوښ دي.
محمدجمیل خوشحال وویل «د لغمان په ولایت کې د امو ونو مخینه تر شلو کالو رسېږي، چې دمګړۍ په دې ولایت کې د امو نږدې ۳۰۰ ونې شتون لري، چې ډېری یې په مرکز او قرغیو ولسوالۍ کې دي.»
د لغمان دکرنې رییس وایي، دوی په پام کې لري، چې سږکال په دې ولایت کې د نرو ګڼو مېوو ترڅنګ د امو عصري بڼونه هم جوړ کړي. دهغه په خبره د لغمان په ولایت کې د امو ۵۰ جریبه نویو بڼونو جوړولو په پار یې سږکال د کرنې وزارت ته وړاندیز هم کړی دی.
په همدې حال کې د لغمان هغه اوسېدونکي، چې د امو ونې یې کېنولي دي، د امو له حاصلاتو خوښ دي او د کرنې له وزارته غواړي، چې د امو عصري بڼونه جوړلو په پار دې دوی ته زمینه برابره کړي.
د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ یوتن اوسیدونکی شفیق احمد وایي«زه د ډول ډول مېوو یوکوچنی بڼ لرم او په یاد بڼ کي درې د ام ونې هم شتون لري، چې يو ډول یې چونسا پاکستاني او بل ډول لنگړا په نوم دي، چې دواړه ډولونو یې په لغمان ولایت کې ښه پایله ورکړې ده.»
 شفیق احمد زیاته کړه« نږدې لس کاله کېږي، چې زما په بڼ کې د ام ونې په حاصل راغلې او په کلنې ډول ترې حاصل لاسته راوړم. ما د ام ونې د تجارت لپاره نه، بلکې د کورنۍ او ملګرو لپاره ایښې دي. خو زه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته دا وړاندیز کوم، چې په لغمان ولایت کې ام ښه پایله ورکړې، نو په یاد ولایت کې دې په نوې او عصرې بڼه د امو بڼوڼه جوړ شي.»
د لغمان ګاونډ ننګرهار کې هم د امو ونو دودولو په پار هڅې روانې دي او په دې ولایت کې هم د امو بڼونه جوړ شوي دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر انعام الله صافی وایي، چې د ننګرهار د ګوشتې، کوزکونړ، بټی کوټ، کامه، رودات، بهسود او سرخرود ولسوالیو اقلیم د امو ونو له پاره مناسب دی او په یادو سیمو کې د ام ونې ښه وده کوي.
دښاغلي صافی په خبره او سمهال د ننګرهار ولایت په ځینو ولسوالیو له ډلې ګوشتې، کوزکونړ او بهسود کې د امو یوشمېر بڼونه شتون لري، چې خلک د زینت او سیورې په منظور کرلې او د کورنۍ  له پاره یوه اندازه مېوه هم ترې لاسته راوړې.
 انعام الله صافي وویل، « ننګرهارکې د کرنې ریاست اړوند د طبیعي سرچینو امریت هر کال په  قوریه کې د امونو زړې ( تخم ) کري، چې د زینت په منظور یې نیالګي وېشل کېږي او دغه نیالګي د زوجي تکثر په واسطه ډېرېږي، چې پیوند نه دي او د پیوند له پاره بیا تکثیري موادو زخې ته اړتیا لري.»  
 د ښاغلې صافي په وینا، دمګړۍ په ننگرهار ولایت کې د تکثیري موادو له پاره کوم آدرس شتون نه لري، یوازې تخمونه یې له جوس پلورنکو څخه ترلاسه کېږي. د ننګرهار د کرنې رییس انعام الله صافي زیاته کړه، چې د ننګرهار ولایت د مېوو کلکسیون  PHDC په مرکز کې د توافقي څېړنو له پاره د امو د چونسا او لنگړا په نوم ډولونه ترڅېړنې لاندې نیول شوې، چې د مثبتې پایلې وروسته به ورته د تکثیري موادو د چمتو کولو له پاره کورنۍ قوریه جوړه شي، چې داکړنې به د امو ونو د ترویج لامل وګرځي.
د یادو ولایتونو سربېره هلمند او کندهار هم د امو ونو کېنولو له پاره مناسب اقلیم لري، چې د امو ونې هم په کې کېنول شوې او ښه پایله یې ورکړې دي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د امو ونو د ترویج په پار هلې ځلې کوي او  د امو ننداریز بڼ جوړولو په موخه یې ۲۰۰ نیالګي تر روزنې لاندې نیولي دي.
د هلمند دکرنې رییس زلمي الکو وایي، چې هلمند د کرنې او بڼوالۍ لپاره مناسبه هوا، پرېمانه اوبه او ښه خاوره لري، نو په همدې اساس د کرنې اداره په پام کې لري، چې د امو ونو د تکثیر او ترویج په پار د امو ننداریز بڼ جوړ او په دې ولایت کې د امو ونې دود کړي.
د ښاغلي الکو په خبره د هلمند د کرنې ریاست په دولتي قوریه کې دا مهال د امو ۲۰۰ نیالګي تر روزنې لاندې نیولي دي، چې ښه وده هم لري.
د یادو ونو د نیالګیو ننداریز بڼ کې به بزګرو ته عملي او نظري روزنې ورکول کیږي ترڅو نور بڼوال او ځمکوال ترې زده کړې وکړي او وهڅيږي چې راتلونکي کې د امو بڼونو ته پراختیا  ورکړي.
دا په افغانستان کې د امو ونو دودولو په پار د هڅو پیل دی، چې په یو شمېر ولایتونو کې یې ښه پایله ورکړې ده.
د امو ونې په مدیترانه یي یا نمجن اقلیم کې وده کوي.
د کرنې وزارت د معلوماتو پر اساس د افغانستان لږ تر لږه درې ولایتونه ننګرهار، لغمان او هلمند د دغې مېوې د ونو د ودې له پاره مناسب چاپېریال لري.
په افغانستان کې تراوسه په سودا ګریزه بڼه د امو د میوې حاصلات نشته دي او له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان څخه واردېږي.
دا چې د امو دودول به افغانستان د دغې مېوې په برخې کې پر ځان بسیا کړي او که نه دا به په راتلونکو کلونو کې څرګنده شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۶:۱۷
Background image

د مرکزي زون د اوړني نباتاتو د پلان جوړوني ورکشاپ په لاره واچول شو

۵ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د څېړنو لوی ریاست له خوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ د مرکزي زون د اوړني نباتاتو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۴:۴۴
Background image

د ننګرهار کامه کې مېرمنو ته د شاتو د مچیو صندوقونه وېشل شوي

۵ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایې ټولني په مالي لګښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۲:۳۹
Background image

د ریشخور لبنیاتو فابریکې پر فعالولو د مالي او اداري مرستیال ټینګار

۵ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» د کابل ولایت د ریشخور په سیمه کې د لبنیاتو د پروسس له. . .

بازگشت