هېواد ته د باکیفیته او معیاري کرنیزو او نباتي درملو پر واردولو د کرنې او مالدارۍ مرستیال ټینګار 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۱ - ۱۰:۱۵
هېواد ته د باکیفیته او معیاري کرنیزو او نباتي درملو پر واردولو د کرنې او مالدارۍ مرستیال ټینګار 

 هېواد ته د بې کیفیته درملو او واکسینونو د واردولو له امله د کروندګرو او مالدارانو له  شکایتونو وروسته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ  مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د نباتي او حیواني درملو واردوونکو شرکتونو چارواکو څخه وغوښتل، چې باکیفیته او معیاري درمل او واکسینونه دې وارد کړي.
مولوی صدر اعظم عثماني هغو شرکتونو سره په ناسته کې چې نباتي او حیواني درمل واردوي وویل:«کروندګر او ماداران د وارداتي درملو او واکسینونو څخه شکایت کوي، دا زموږ مسؤلیت دی چې کنټرول یې کړو، د شخصي ګټو لپاره بزګرانو او مالدارانو ته زیان مه رسوئ، باید کیفیت لرونکي درمل وارد کړي.»
د کرنې او مالدارۍ مرستیال زیاته کړه:«موږ به هیڅ شرکت ته اجازه ورنکړو چې ټیټ کیفیت لرونکي درمل وارد کړي، د کرنیزو تخمونو تولیدي شرکتونه دې باید بزګرانو لپاره معیاري او اسټنډرډ کرنیز تخمونه وړاندې کړي، د درملو واردوونکي شرکتونه باید باکیفیته او معیاري درمل وارد کړي او عضوي سره باید دننه په هېواد کې تولید شي»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بې کیفیته درملو د واردولو د مخنیوي په موخه په سوداګریزو بندرونو کې د بوټو ساتنې قرنطین پیاوړی کوي او د څارویو د روغتیا او د بوټو ساتنې ریاست په مرکز او ولایتونو کې د درملو داخلي پلور څارنه او کنټرول چارې ترسره کوي.

تاکید معین زراعت و مالداری بر وارد نمودن ادویه‌جات نباتی و حیوانی با کیفیت و معیاری به کشور 
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، هم‌زمان با افزایش شکایت‌های دهاقین و مالداران ناشی از واردات ادویه و واکسین‌های بی‌کیفیت به کشور، از مسولان شرکت‌های وارد کننده ادویه حیوانی و نباتی خواست که ادویه و واکسین‌های نباتی و حیوانی باید معیاری و با کیفیت  را وارد نمایند.
مولوی صدراعظم عثمانی در جلسه‌ای که با شرکت‌های وارد کننده ادویه حیوانی و نباتی دایر گردیده بود گفت:« دهاقین و مالداران از ادویه و واکسین‌های وارداتی شاکی اند، این مسوولیت ما است تا کنترول کنیم، به خاطر فایده شخصی دهاقین و مالداران را متضرر نکنید و باید ادویه جات با کیفیت را وارد کنید.»
معین زراعت و مالداری افزود:« هیچ شرکت را اجازه نخواهیم داد تا ادویه بی‌کیفیت را وارد کند، شرکت‌های تولید کننده تخم بذری باید تخم بذری با استاندرد و معیاری به دهاقین عرض کنند، شرکت‌های وارداتی ادویه دوای با کیفیت و معیاری وارد کنند و کود عضوی باید در داخل کشور تولید شود.»
وزارت زراعت، آّبیاری و مالداری به‌منظور جلوگیری از واردات ادویه بی‌کیفیت قرنطین حفاظه نباتی را در بنادر تجارتی تقویه و ریاست صحت حیوانی و حفاظه نباتات از ادویه فروش‌های داخلی در مرکز و ولایات نظارت و کنترول می‌نماید.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت