هېوادوال دې د کانګو تبې پر وړاندې ځانونه خوندي کړي

mail-admin
67520594_2628100040547913_542398028103811072_n_2.png

۱۴ زمری ۱۳۹۸

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د لوی اختر د رارسېدو په درشل کې دا اړتیا محسوسوی، چې د هېوادوالو د روغتیا خوندي کولو په پار د کانګو تبې په هکله لازم مالومات وړاندې کړي.

د کانګو وینه بهېدونکي تبه «CCHF» یوه مرګوني میکروبي «ویروسي» ناروغي ده، چې له څارویو څخه انسانانو ته انتقالیږي. ددې ویروس عمده سرچینه په شخوندوهونکو څارویو «پسونو، وزو او غواوو» کې ده. ددې وایروس لېږدونکي تر ډېره کنې دي. دغه ناروغي له اخته حیوان څخه انسان ته او له یوه انسانه بل ته د اخته ناروغ سره له نېږدې اړیکو، ترشعاتو او د هغه د بدن د نورو مایعاتو له لارې لېږدي.

د کانګو له ویروسي خطرناکې ناروغۍ څخه د خپل ځان د ساتنې په موخه لازم ټکي ته پاملرنه وکړئ.

1. د څارویو د حلالولو پر وخت له دستکشو او سپینې چپنې، چې د اوږدو لستوڼو لرونکي وي ګټه واخیستل شي ترڅو کنه پرې معلومه شي.

2. د څارویو د حلالې یا د پوستکي د ایستلو پر وخت باید د حلالې چاړه په خوله کې ونه نېول شي او یا هم د وجود په زخم ونه وهل شي.

3. دڅارویو د ساتلو ځایونه باید د ډاکټر د مشورې سره سم دواپاشي شي ترڅو کنې له منځه ولاړې شي.

4. روغتیایي کارکوونکي، د ناروغ خپلوان او یا هغه کسان، چې د ناروغ کس سره سرو کار لري باید له محافظتي کالیو، لکه خولی، ماسک، پیش بند، د ستکش او موزې څخه کار واخلي.

5. که چېرې مو لاسونه زخمي وي نو د څارویو له حلالولو او یا ټوټه کولو څخه ځان وژغورئ.

6. هیڅکله د څارویو کنې په لوڅو لاسونو مه وژنئ.

7. د څارویو سره د تماس او یا د څارویو د ساتلو د ځای تر پاکولو وروسته خپل لاسونه په اوبو او صابون پاک ووینځئ.

8. د حلالې څه وروسته ټول ضایعات، په خوندي ځایونو کې ښخ کړئ ترڅو د ناروغۍ له خپرېدو څخه مخنوی وشي.

9. تازه غوښه د ۲۴ ساعتونو لپاره مه استعمالوئ. ښه خبره داده، چې تر ۲۴ ساعتونو پورې غوښه په یخچال کې وساتل شي.

خبرتیاوې

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د ۱۴۰۳ یم کال د بزګر مېله او د کرنیزو محصولاتو پسرلني نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له خوا د بزګر مېله او د کرنیزو محصولاتو دېرشم نندارتون د۱۴۰۳ یم کال د غویي میاشتې له۱۲ تر۱۵مې نېټې پورې، د . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۵:۴۵
Background image

دکرنیزو محصولاتو نهه ویشتم خزاني نندارتون کې غرفه واخلئ او خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له خوا د کرنیزو محصولاتو نهه ویشتم خزاني نندارتون د ۱۴۰۲ ام کال د تلي له ۲۶ تر ۲۹ مې نېټې،د سلګونو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۹ - ۹:۲۳
Background image

د مسلمینو زکات راټولولو په پار د ځانګړې بانکي شمېرې جوړولو په هکله خبرتیا

د نړۍ او په ځانګړې توګه د افغانستان درنو مسلمانو ورونو او خویندو!
څرنګه چې پوهېږئ، اسلامي امارت ته د خپل زکات په ورکړې سره امارت ته دا ځواک ورکوی، چې د یتیمانو، بېوزله کورنیو، کونډو او . . .

Back to announcements