هلمند کې ۳۲ بې وزله کورنیو سره مرستې وشوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۰:۱۵
هلمند کې ۳۲ بې وزله کورنیو سره مرستې وشوې

۲ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق 
د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا،  د مخدره موادو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو ادارې(یو این او ډي سي) په مالي او له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د ډنمارک کمیټې (داکار) په تخنیکی همکارۍ، ددې ولایت په مرکز لښکرګاه کې پر ٣٢ بېوزلو او یتیمانو کورنیو د شیدو وزې او یوه اندازه تخمونه ووېشل شول.
ددې مرستې په لړ کې هرې کورنۍ ته  ٢راسه وزې، ٤مرغومان، ٥٠کیلوګرامه جوار  او یوکیلوګرام د شپیشتو تخم  شامل دي.
د یادولو وړ ده، چې د نوموړو کورنیو د تشخیص او انتخاب سروې په شفاف ډول د ګډې کمېټې لخوا ترسره شوې ده .
ددې مرستې موخه دبېوزله کورنیو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې دمالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت