هلمند کې ۳۰ زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کېمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۵ - ۹:۴۱
هلمند کې ۳۰ زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کېمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شو

د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) په مالي او د (AREP) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز لښکرګاه په ګډون د اتو ولسوالیو په ۳۰ زره بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل کړئ دی.
د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د یاد ریاست په هلو ځلو، ددې ولایت مرکز لښکرګاه په ګډون، ناوې، نادعلي، ګرمسېر، نهرسراج، نوزاد، واشېر، موسی کلا، سنګین او کجکي ولسوالیو کې نږدې ۳۰ زره بزګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي چې، د ویش چارې یې په ناوې ولسوالۍ کې عملا پیل او پاتې نورو ولسوالیو کې هم د پیلېدو په حال کې دي.
په دې لړۍ کې هغه بزګر چې د ټيټ اقتصاد لرونکي دي، د تخمونو او سرو د پېرلو توان نلري، د یوې رڼې او شفافې سروې له مخې د ګډې کمېټې لخوا په نښه او په عملي ډول به ورسره مرسته وشي.
د مرستو په دې لړ کې هر بزګر ته ٥٠ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم ، ٥٠ کیلو ګرامه توره سره او ٥٠ کیلوګرامه سپینه سره وېشل کېږي.
په ورته مهال هغه بزګران چې عملآ یې د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ترلاسه کړي دي د کرنې ادارې او اړونده نهادونو څخه خوښ دي او زیاتوي، داچې د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو د مرستې  زمینه یې ورته برابره او پر وخت یې د توزیع لړۍ پیل کړل له اړونده ادارو مننه کوي، دوی زیاته کړه، که یادې مرستې لا دوام ومومي نو د دوی د غنمو فصلونه به د پخوا په پرتله ښې پایلې ولري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني دکرنې رییس د ده‌یک ولسوالی ولسوال سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب ددې ولایت د ده‌یک ولسوالی له ولسوال مولوي غلام حیدر طه سره په کتنه کې په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له‌خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د ۱۴۰۵ ام لمریز کال د غویی میاشتې له ۲ تر ۵ نېټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۳۴
Background image

د غزني دکرنې رییس د شلټرفارلایف مؤسسې له چارواکو سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد اسماعیل شکیب د «شلټر فار لايف» مؤسسې له چارواکو سره وکتل. په دې ناسته کې د. . .

بازگشت