هلمند کې پر ۳۰ وټرنرانو د واکسین ساتلو یخچالونه ووېشل شول 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۴ - ۱۱:۴
هلمند کې پر ۳۰ وټرنرانو د واکسین ساتلو یخچالونه ووېشل شول 

۱۴  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۱ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «DAI-AVC-L» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د مالدارۍ د خوندیتوب او پراختیا په پار پر ۳۰ وټرنرانو د واکسین ساتلو ځانګړې یخچالونه وېشلي دي.
د هلمند دکرنې ریاست چاراکي وایي، چې د څارویو واکسینونه باید د حرارت په مشخصو درجو کې وساتل شي، ځکه خو ځانکړې یخچالونو ته اړتیا ده.
له دې مرستې برخمن شوې وټرنران وایي، چې تر دې مخکې دوی په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ ول، چې په دې سره به د دوی ستونزې هوارې او مالدارانو څارویو ته به باکیفیته واکسین ورکړل شي.
ددې مرستې موخه په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ته پراختیا ورکول او دغه راز د مالدارانو دڅآرویو ناروغیو مخنیوی دی.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت