هلمند کې زرګونه جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۵:۳۸
4545

۱۴ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې چارې کړندي شوي دي.
د دوی په خبره په دې برخه کې د هلو ځلو په ترڅ کې د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه، ګرشک، باغران،  نهرسراج، باباجي، ګرمسېر او مارجې ولسوالیو بېلابېلو سیمو کې١٧٠٠ جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه شوه.
دهلمند دکرنې ریاست وایي، چې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لومړیتوبونو څخه دی، چې ټولې غصب شوې ځمکې د چارواکو له تایید او حکم وروسته بېرته راګرځول کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۶:۷
Background image

د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې پرانيستل شو

۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۹
Background image

د هلمند څېړنیزو فارمونو کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، ددې ولایت د څېړنیزو فارمونو مسلکي انجنیرانو له لوري ددې ولایت دکرنې او مالدارۍ برخې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۲۹
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې کروندګرو ته د نباتي افتونو د مخنیوي عملي روزنه ورکړل شوه

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو امریت د بوټوساتنې او قرنطین لوی مدیریت مسلکي کارکوونکو د خپلو دوامداره. . .

بازگشت